نړۍ

ډيويډ پيټريوس د نظامي رازونو په افشا کولو محاکمه شو

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۴مه ۱۳۹۴ل): د امريکا پخوانی دفاع وزير او د سي ای اې پخوانی مشر جنرال ډيويډ پيټريوس د نظامي رازونو په افشا کولو محکوم شو. نوموړی د محکمې په امر د بندي کېدو پر ځای دوه کاله نظر بند شوی دی.

۲۰‍‍۱۲ز کال کې جنرال پيټريوس خپلې ملګرې ۳۷ کلنې «پاولا بروډيل» سره د پټو اړيکو کيسې رسنيو ته راووتې او له امله د سي ای اې له مشرۍ ګوښه کړای شوی و.

جنرال پيټريوس دوه مياشتې وړاندې د محکمې پر وړاندې پر خپل جرم اعتراف کړی و، چې نوموړي خپلې ملګرې ته مهم نظامي رازونه ورکړي دي.

محکمه وايي، چې پيټريوس خپلې ملګرې ته د نظامي رازونو اته ټوکه ورکړي دي او دا کارونه د نوموړي له منصبه سرغړونه ده؛ ځکه چې هغه مهال جنرال پيټريوس افغانستان کې د جګړې مشر و.

د شمالي کرولينا محکمې جنرال پيټريوس دوه کاله نظر بند او يو لک ډالر جريمه کړی دی.

د ډ‌يويډ پيټريوس مدافع وکيل له محکمې غوښتي، چې د ده موکل دې د يو لک ډالرو پر ځای څلويښت زره ډالر جرمانه شي، مګر قاضي ډيوډ کيسلر وويل، چې جريمې څخه بايد د جرم حجم معلوم شي او د همدې لپاره يې نوموړی يو لک ډالر جريمه کړی دی.

جنرال پيټريوس د امريکايي پوځ تر ټولو مشهور او جرئت مند جنرال ګڼل کيږي.
د خپل نظامي ماموريت په لومړي ځل يې ۲۰۰۳ز کال کې د عراقي جګړې مشر و او په عراق کې د اربکيانو د پيدا کولو کامياب بنسټګر بلل کيږي او له هغې وروسته يې د سپينې ماڼۍ په امر د افغان جګړې مشري په غاړه واخيسته او افغانستان کې يې هم اربکيان پيدا کړل.

ويل کيږي، چې پيټريوس هغه مهال ۳۷ کلنې پولا سره د يارانې اړيکې وغځولې، چې ۲۰۱۱م کال کې د سي ای اې مشر وټاکل شو او ۲۰۱۲م کال کې يې پولا سره شخصي پټې اړيکې څرګندې شوې او څرګنده شوه، چې پيټريوس خپلې ملګرې ته د سي ای اې پټ معلومات ورکړي دي.

جنرال پيټريوس د سي ای اې له مشرۍ وړاندې عراق او افغانستان کې د امريکايي عسکرو مشر و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x