
د اوباما نيا عمرې ته تللې
نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۴مه ۱۳۹۴ل): د امريکايي ولسمشر بارک اوباما نيا سارا عمر له خپل زوی او لسمي سره مکې مکرمې ته د عمرې لپاره تلللې ده.
عرب نيوز ويب پاڼې ليکلي، چې سارا عمر سره د هغې زوی او د اوباما تره سعيد اوباما او د هغې لمسی موسی اوباما هم ملګري دي.
سارا عمر مکه مکرمه کې د پيغمبر عليه السلام په اړه يو نندارتون کې هم ګډون وکړ او دوه ساعته يې د نندارتون په ګڼو برخو کې تېر کړل.
نوموړې د خپلو خبرو په ترڅ کې د سعودي چارواکو ستاينه وکړه، چې د حرمينو شريفينو او حاجيانو ښه خدمت کوي.
سارا عمر وويل، چې دا نندارتون د اسلام استازيتوب کوي او نړۍ ته دا پيغام ورکوي، چې اسلام د سولې دین دی او له سعودي چارواکو يې وغوښتل، چې په نورو هېوادونو کې هم دغه ډول ننداتونونه جوړ کړي، تر څو د نړيوالو ذهنونه د اسلام په اړه روښانه کړي او د اسلام په اړه د منفني فکر او هڅو مخنيوی وکړي.