څپېړ خوړلې؛ بختوره

حامد افغان
ام عبد الله سعودۍ میرمن ده، د جدي ښار اوسیدونکې ده، دا لس کاله کیږي کونډه ده، دوه لوڼي لري، د خپلو یتیمانو د ساتني له پاره یو ځای په کومه وړه کمپنۍ کې څه کم دری زره ریاله معاش لري په هغه یې د کور ګذاره نه کیږي مازدیګر مهال یوه بکسه ورسره وي د جدي ښار یوه بازار کې یوځای کښېني د بکسې برقي سامانونه مخته وغوړوي او خرڅوي یې.

تقریبا اونۍ مخکي هغه بازار ته روانه وه د سامان غوړولو او خرڅولو په ځای یې له یوه ځوان سره جنجال او شخړه رامنځته شوه، دا غریبه او همتي میرمن هغه ځوان یوه درنه څپيړه ووهله او د خلکو په مخ کې یې په سرک وغورځوله، ام عبد الله وایي: هغه مهال ولاړو خلکو زما هیڅ مرسته ونه کړه، پولیسو ته مې موبايل وکړ هغوی هم را نغلل، وروسته یې خبره جدي شوه.

د ام عبد الله د دې پیښې چا ویډیو کړې وه هغه یې ټويټر، فېسبوک او یوټوب ته پورته کړې وه، په دې ویډیو سره د ام عبد الله کیسه ورځپاڼو او انټرنیټ ګرمه واخیستله او د (المرأة المصفوعة) په نوم اوس هم ښه ګرمه روانه ده، ټولو ورځپاڼو، مجلو، انټرنيټي ويب سایټونو او خواله رسنیو فعلاً هم ګرمه نیولې ده.

د ميډيا دې “ګرم تعاقب ” د ام عبد الله یا المرأة المصفوعه (څپېړخوړلې) موضوع آن د مکي امیر خالد الفیصل ته ورسوله، هغه ښاغلی مشهور شاعر او طبعاً په زړه نری دی د ټولنیزو چارو د وزارت له خوا د ښځو د چارو ادارې د ام عبد الله موضوع ته ځانګړی پلاوی وټاکه، څيړني پیل شوې او هغه سړی ونیول شو چې ام عبد الله یې په څپېړه وهلې وه، خبره محکمې ته ورسيدله په محکمه کې ام عبد الله هغه سړي ته بښنه وکړه او ویې ویل: زه هغه ته د الله د رضا له پاره بښنه کوم، زه او هغه د دې هیواد اوسیدونکي یو دا ډول پیښي طبعا رامنځته کیږي او زما موضوع ته د محترم امیر له خوا توجه زما له پاره کافي ده .

کله په شر کې لوی خیر نغښتی وي، ام عبد الله ته هم په دې نسبتاً کم شر کې لوی خیر ورسیده او هغه داسي چې د مکي امير سمدستي له ام عبد الله سره دیرش زره ریاله مرسته وکړه، یوه بل نا معلوم کس چې ځان یې په “فاعل الخیر ” یعني ښېګڼه کوونکی سره معرفي کړی ام عبد الله ته د ټول ژوند له پاره نامعلوم معاش ټاکلی ده، یوه بل کس یې د څو میاشتو د کور 1200کرایه په غاړه اخیستې ده او یوه بل کس یې د کور د ترمیم کولو له پاره سینه ډبولې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د