افغانستان

طالبانو نن « عزم » عمليات پیل کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۴مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو نن سهار شاوخوا پنځه بجې د « عزم » په نوم خپل نوي عمليات پیل کړل.

طالبانو دوه ورځې وړاندې ویلي و، چې د دوی د تېر کال « خیبر » عملیاتو لپاره به د ثور درېیمه – پنجشنبه – وروستۍ ورځ وي او د ثور په څلورمه به «عزم» پیلوي.

طالبانو په تازه څرګندونو کې ويلي چې د « خیبر » عملیاتو په وروستۍ ورځ يې په شمالي ولایت بادغیس کې د قومندان په ګډون د ۲۱ عسکرو په وژلو سر یوه قرارګاه او څلور پوستې د دولت له واکه ویستې دي.

دوی وړاندې وايي چې د بادغیس په سنګ اتش کې د دې درې ورځنۍ جګړې په پایله کې له اتو کلیو هم دولتي ځواکونه شړلي دي.

طالبانو د سنګ اتش د نیول شویو کلیو نومونه «نرو، چای سنګي، خزک، بره خانه، چینګک زرد، سرکمر، پشته هوار او د مبارکشاه شور کلی» ښوودلي دي او ويلي يې دي چې په دې جګړه کې په سنګ اتش کې مشهور قومندان حافظ، چې په بادغیس مشهور و، له منځه وړل شوی دی.

طالبانو نن هم د خپلو نویو عملیاتو په لړ کې همدا شېبه په زابل کې د اتغرو ولسوالۍ ودانۍ، د دای چوپان مرکزې پوستې، ارغنداب او شینکۍ کې هم ګڼې پوستې تر برید لاندې راوستې دي چې لا هم جګړه روانه ده.

همدارنګه په ننګرهار کې په هوايي میدان د برید او د غزني له مقر، د پکتیکا له زېړوک، د لغمان له علینګار، له کندوز، پکتیا او ګڼو نورو سیمو د جګړو خبرونه ورکړل شوي چې لا هم روانې دي.

طالبانو د خپلو نویو عملیاتو اړوند اعلامیه کې په دولتي عسکرو غږ کړی، چې اوس هم وخت لري چې «حقایق» درک او د دوی ملګري شي.

دوی د بهرنیو په پوځي اډو، دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست په کارکوونکو او د دوی په منځ کې «نفوذي» بریدونه د اهدافو په ډول یاد کړي.

د ګډ حکومت چارواکي په داسې حال کې د طالبانو له نوې جګړې سره مخ کېږي، چې تر اوسه د دفاع وزارت نه لري، خو د دفاع وزارت ویاند د طالبانو له لوري د عملیاتو د پیل اعلامیه یوه تکراري موضوع ګڼلې ده، خو ويلي يې نه دي چې دولتي امنیتي ځواکونه به يې په وړاندې څه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
shan

مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک

محمودالغزنوی

أللهم بک نصول وبک نحول وبک نقاتل حسبناالله ونعم الوکیل نعم المولی ونعم النصیر

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x