افغانستان

شکريه بارکزۍ عبدالله عبدالله «لس کلن قاتل» ګڼي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۴مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ وايي چې دا له داسې یو چا سره کار کوي، چې هغه لس کاله د نوموړې اولادونه ور وژلي دي.

شکريې بارکزۍ له یو خصوصي تلویزون سره د اجرايو ریاست لپاره د بودیجې د ځانګړتیا په اړه په خبرو کې ډاکټر عبدالله عبدالله ته په اشارې وویل: «زه هغه مور یم، چې اوس هم له هغه چا سره تر یو چتر لاندې کار کوم، چې لس کاله يې زما اولادونه را ووژل.»

تېره ورخ په ولسي جرګه کې شکريې بارکزۍ اجرايوي ریاست لپاره د بودیجې ځانګړي کول «ملي خیانت» وباله او په خبره يې دغه پوسټ قانوني حیثیت نه لري، ځکه خو بوديجوي واحد هم نه ګڼل کېږي.

د نوموړي په مقابل کې بل وکیل وویل چې اغلې بارکزۍ عقده من چلند کوي، که چېرته دا د ټاکنیز سمون د کمیسیون مشره شوې وای، نو هم به يې دا پوسټ او هدا حکومت قانوني ګڼلی و.

شکريې بارکزۍ د یادې نیوکې په غبرګون کې په تلویزیوني خبرو کې وویل چې، زه هیڅکله هم له عبدالله عبدالله سره ځان نه برابروم، د دې په خبره دا ځان دومرi کوچنی نه بولي چې اجرايوي رییس يې په سیالانو کې راشي او عقده من چلند ورسره وکړي.

شکريې بارکزۍ د ګډ حکومت د دواړو مشرانو تر منځ د امریکا په سفارت کې تاييد شوې توافقنامه هم بې ارزښته وګڼله او ويې ويل چې دا یوازې د دوو اشخاصو « نوماندانو» تر منځ توافقنامه ده چې له حقوقي اړخه هیڅ د تطبیق وړ نه ده.

شکریه بارکزۍ چې د اشرف غني له لوري د ټاکنیز سمون د پنځلس کسیز کمیسیون مشره وټاکل شوه، د اجرايوي ریاست له لوري له مخالفت وروسته له دندې ګوښه او پر ځای يې د عبدالله عبدالله پلوی جانداد سپین غر وټاکل شو.

که څه هم شکريې بارکزۍ تر دې وړاندې ویلي و، چې د اجرايوي رییس مخالفت کوم ارزښت نه لري، ځکه چې نوموړی هم د دې په څېر د اشرف غني په لاسلیک اجرايه رییس مقرر شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

شکریه بارکزی هم د ښه بوټی له بیخ نه نده هغه متل ده وایی یوی بلا بلی بلا ته ویلی چی اوخ شکریه بارکزی د امریکایی سفارت او امریکایی عیسوی پوهنتون هغه فاحشه او رنډی ده چی د مسلمانو افغان انجونو په بی لاری کی ډیر لوی لاس لری او همدی فاحشه توب او رنډی توب ډیره مغروره کړی ده او ډبلو خو نو دامریکایانو هغه رزخریده غلام ده چی توصیف ته یی هیڅ ضرورت نشته ځکه له بچه بی ریشی نه یی در واخله تر زناکاری او جنسی تیری پوری په صفاتو متصف ده

عمرمهاجر

په خپله خپلې چهری ملت ته ورپیژنی دتش په نامه مجاهدینو دشرمولودپاره الله تعالی دداسی فاحشوپه ژبه هم داخبری راولی ترڅوخلکوته داخبره معلومه شی چی داخلک دهیچاپه زړه کښې هم ځای نه لری.

کندهار

حمیده وروره الله دی مو وطن د عذابه کی ، زه ستا سره ۱۰۰٪ موافق یم

کندهار

مقصد می الله دی مو وطن د عذابه خلاص کی

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x