نور ژوند هم دغسې جوړ کړه

احمدالله احمدزی

زموږ يار له څو کالو ډېر زيات ناروغ و، عقلي او عصبي ناروغيو سره مخ و، پېښور، لاهور او اسلام اباد له ټولو ډاکټرانو نهيلی شوی و، ځکه چې د ده ستونزه چا نه شوای حل کولای او ځان يې د نشې په ګوليو روږدی کړی و.

په يو وخت به يې د نشې لس دولس ګولۍ خوړلې، مګر بيا هم خوب نه ورته.
يوه ورځ ما او بل ملګري په وچ زور د پېښور يو وتلي سايکاټريست ډاکټر ته وروست.
دا ډاکټر نو د ورځې، لس دولس ناروغانو څخه زيات نه ګوري او هر ناروغ سره پوره مجلس کوي، د ژوند په هره برخه کې ترې مالومات اخلي.

چې موږ ورغلو، نو د ناروغ اول شکايت دا و، چې ښځه يې نه ده خوښه او د ناروغۍ ټول لامل يې ښځه ده.

ډاکټر، چې د ناروغ خبره واورېده، نو ځان سره يې نوټ کړه او ناروغ ته وايي، چې دا مهمه نه ده نورې خبرې کوه!

ډاکټر پوښتنه کوي، چې خوب، اندېښنې، غمونه، جګړې او د ژوند نورو برخو کې مالومات ورکړي، بس سړی لګيا دی، چې خوب نه لري، خوشالي يې له ژونده کډه کړې، يو ساعت جګړه کوي، بيا پرې پښېمانه وي، خوب يې نه شته، خوراک کله ډېر زيات کوي او کله کله يې بيا دوه درې ورځې هم نه کوي او بيا يې خپله خبره وکړه.

«ډاکټر صيب د دې ټولو ستونزو لامل دا دی، چې ښځه مې نه ده خوښه او زما په طبيعت نه ده برابره»

ډاکټر قلم کېښود او ناروغ ته وايي، چې څو بچي دې دي؟
ـ پنځه ژوندي دي او درې مړه شوي
ـ ښه دا دې لا ښځه خوښه نه ده، چې اته بجي دې پرې زېږولي او که خوښه دې وای نو څو بچي به دې وو؟

ډاکټر بيا جدي شو او ناروغ ته وايي، چې ګوره ښځه دې نه ده خوښه او الله تعالی اته بچي درکړي.

په ژوند کې سړې تودې، سختۍ او اسانه د ژوند برخه ده، په دې کې به زړه نه غورځوې.

ګوره دلته چې ګرمي وي، نو هر سړی هڅه کوي، چې د ګرمۍ د مخنيوي وسايل پيدا کړي، هر څوک تر خپله وسه پړ دي.

څوک د لاس په پکې ګزاره کوي، څوک، د بريښنا پکی اخلي، څوک کولر او ایرکنډيشن پيدا کوي او ساده ګل به يوازې نارې وهي، چې هلئ ګرمي ده مړ سوم، مګر په دې نارو نه ګرمي کميږي او نه ده ته څه ګټه رسيږي.

تا ته هم زما دغه توصيه ده، چې د ژوند له چلينجونو سره مقابله وکړه او د خپل ژوند راتلونکی په خپله روښانه کړه.

«ګوره ستا خپله ښځه نه ده خوښه او بيا دې هم اته بچي زېږولي، نو د ژوند په نورو چارو کې هم دغه فرمول عملي کړه، که کار دې خوښ وي، کنه، که سخته وي که اسانه، بس ژوند کې لار وباسه.»
ډاکټر ناروغ ته وايي، چې ته غواړې بل واده وکړې؟

ناروغ وايي، چې هو که بل واده مې وکړ، نو ژوند به مې جوړ شي.
ډاکټر وايي، ګوره دلته څو خبرې مهمې دي.

اول دا چې ته دومره ناروغ يې پخوانۍ حوصله او ځواني دې هم نه شته، نو تا ته به کله څوک په اسانه زړه ښه کړي او بله دا چې د بلې ښځې به څه ضمانت وي، چې ستا د ژوند خوښي به در کړي او له دې ناروغيو به خلاص شې؟

نه هېڅکله نه. ژوند به په خپله جوړوې او ځان به اړ ګڼې، چې ژوند په خپله پر مخ بوځې او د ژوند ټول بوج به پر نورو نه اړوې.
بس اسانه فرمول همدا دی، چې د نه خوښېدو سربېره دې دومره بچي زېږولي، بس نور ژوند کې هم دغه فرمول عملي کړه، کار به دې جوړ وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
کامل
میلمه

هههه،،،، قاري صیب ته داسړی نه پریږدې،حبره دي ترميډیاهم ورسوله اومادي لیکنه سیوکړه پرنټ کوم يي او ورو وړم يي چي سم يي درته غوسه کړم