شخصی معلومات ساتنې لپاره پاسورډ معدې ته ښکته کړئ

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۴مه ۱۳۹۴ل): پاسورډ هغه کلمه چې د ټکنالوژي استعمالوونکو ته ډیر زیات اهمیت لري او په ځانګړی ډول په دفاعي او مالیاتي اکاونټونو کې د پاسورډ ارزښت نور هم زیات وي.

تر دې مهاله په څو څو ځلي د نړۍ د مختلفو هیوادونو هیکرانو د بل هیواد دولتي اکاونټونه هیک کړي او په اکاونټونو کې شته معلومات يي غلا کړي. ځینې هیکران بیا د وخت تیرولو لپاره د عامو خلکو مختلف اکاونټونه هیک کوي او له هیک شوي اکاونټونو څخه خپل د خوښې معلومات او ویډیوګانې خپروي.

د انټرنیټ او ټکنالوژي کاروونکي ټول غواړي چې د هیکرانو له شر څخه ځان خلاص کړي چې د همدې موخې لپاره یوې امریکایۍ کمپنۍ د پاسورډ ساتنې لپاره یوه خاصه طریقه پیدا کړې د کوم په مرسته چې کاروونکو کولی شي خپل پاسورډ خپل معدې کې وساتي.

دغه کمپنۍ پاسورډ یو کیپسول کې ځای پر ځای کوي او د هغه په مرسته يي معدې ته انتقالوي او انسان کولی شي په معدې کې شته کیپسول په مرسته خپل اکاونټ ته داخل شي.

دغه کپمنۍ ویلي چې په دغه کوچنۍ کیپسول کې يي یو کوچنی کمپیوټر ځای پر ځای کړی کوم چې په معده کې شته تیزاب څخه چارجیږي او خپل فعالیت ته ادامه ورکوي.

د کمپنۍ په وینا د ټکنالوژي په برخه کې دغه یوه سته لاس ته راوړنه ده چې په مرسته يي انسان کولی شي خپل د اکانټونو پاسورډ له ځان سره محفوظ وساتي.

د ځینو راپورونو پر بنسټ دغه کیپسول د انسان په بدن کې د شکر او وینې فشار اندازه هم معلوموي. دغې کیپسول کې شته سیګنل (signal) به له معدې څخه خارجیږي او اکاونټ سره اړیکه نیولو سره کاروونکي د هغوي اکاونټ ته داخلوي.

دغه کمپنۍ ویلي چې دوي هڅه کوي چې دغه ټکنالوژي ډیر لږ وخت کې کاروونکو ته وړاندې کړي. دغه کمپنۍ همدا راز ویلي چې دوي هڅه کوي چې وکولی شي د ګوتې نښه، غږ او یا هم سترګې د پاسورډ په توګه وکاروي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د