افغانستان

زابل: اربکیانو درې قومي مخور په ماین والوزول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۴مه، ۱۳۹۴ل): د زابل په شاجوی ولسوالي کې د سیمې اربکیانو درې قومي مشران پر خښ کړل شوی ماین والوزول.

د زابل د شاجوی په پات خېلو کلي کې درې قومي مشران ملا عبدالله، حاجي عزیزخان او علي حیدر خان اربکیانو له سختو ډبولو وروسته په موټر کې سپاره او په خښ کړل شوي ماین ور برابر کړل.

د پات خېلو اوسېدونکي وايي چې اربکیانو تر ډېره وخته د دریو شهیدان شویو قومي مخورو د غوښو ټوټو را ټولولو ته هم خلک نه پرېښودل.

د دوی په قول تر دې وړاندې هم اربکیانو په دې سیمه کې ورته ظلمونه کړي دي، خو د دوی شکایتونه چا نه دي اورېدلي.

د پات خېلو د اوسېدونکو په قول اربکیانو ورته ویلي چې تاسې ټول د طالبانو همکار یاست او په لاره کې ماینونه ستاسې په مرسته خښېږي.

د زابل امنیتي مسوولين هم د دریو تنو وژنه مني، د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي وايي چې دغه درې تنه په ماین وژل شوي دي او په خبره يې سیمې ته يې د څېړنې په موخه پلاوی لېږلی.

دا په داسې حال کې دی چې د غزني د اندړو امنیه قومندان او هلته مېشتو اربکیانو هم په د هغو کلیو په کروندو د سردې بند اوبه بندې کړې چې له طالبانو سره په همکاري تورن دي.

ولسي خلکو تل د جګړې په ښکېلو غاړو غږ کړی، چې باید د ولسي تلفاتو مخه ونیسي، د دوی په قول که چېرته د اربکیانو په مقابل کې طالبان هم ورته کړنې تکرار کړي، تر ټولو ډېر تاوان به يې ولسي وګړو ته رسېږي.

د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د اربکیانو له چور چپاول، وژنو، جنسي تېريو او زور زیاتیو شکایتونه شوي دي، خو د ګډ حکومت لوړپوړو امنیتي مسوولینو يې په اړه کوم اقدام نه دی کړی، بلکې ډېری هغه اربکیان ستایل شوي دي چې د طالبانو په نامه يې ولسې وګړي ځورولي، وژلي او له سیمې شړلي دي.

د شنونکو په باور د اربکیانو دا ډول کړنې د دولت او ولس تر منځ شته فاصله لا پراخوي، چې ګټه به يې وسله والو مخالفینو ته رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

اربکیان د صلیبی ښکیلاک هغه لاسپوڅیه وسیله ده چی نه هم ددین دی او نه هم ددنیا دا کسان صلیبیانو د افغانستان په کلیوالو سیمو کی د خپلی ماتی د انتقام او تلفاتو د لږیدلو په بدل کی ایجاد کړی کوم چی د کمونستانو د وخت له دوستمی ملیشو سره یی هیڅ فرق نشته بلکه په رذیله او حیوانی خصایصو کی تر هغو هم وړاندی دی نو دوی باید پوه شی چی له باطل (کفر) سره ددوی همکاری به ددوی په ډیر ناوړه انجام تمامه شی ولی اوس هم وخت شته چی له خپل دی کار نه توبه وباسی کنی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x