ټکنالوژي

نوی سمارټ چې هم په انډرایډ او هم په وینډوز چلیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۴مه ۱۳۹۴ل): انډرایډ او وینډوز دوه مختلف اپریټنګ سیسټمونه دي چې یو يي د ګوګل او بل هم د مایکروسافټ لخوا کاروونکو ته وړاندې کیږي. انډرایډ او وینډوز اپریټنګ سیسټم تر دې مهاله په جلا جلا سمارټ فونونو کې کاروونکو ته وړاندې کیده خو اوس داسې سمارټ فون معرفي شوی چې په یو وخت دوه اپریټنګ سیسټمونه په کې شتون لري.

دغه سمارټ فون تر دې مهاله کوم نوم نه لري او د یوې چینايۍ کمپنۍ لخوا چې ایلافون (Elaphone) نومیږي معرفي شوی. د دې کمپنۍ زیات شمیر سمارټ فونونه اوس هم د امریکا او انګلینډ په بازارونو کې شتون لري کوم چې د خاص شمیر کاروونکو توجه په جلبولو کې بریالی شوی هم دی.

دغه کمپنۍ غواړي خپل نوی سمارټ فون له دوه اپریټنګ سیسټمونو سره کاروونکو وړاندې کړي یعني دغه سمارټ فون کاروونکو ته اجازه ورکوي چې خپل د خوښې اپریټنګ سیسټم انتخاب او استعمال کړي. د راپورونو پر بنسټ دغه سمارټ فون به د جون په میاشت نړیوالو بازارنو ته وړاندې شي.

دغه سمارټ فون ۵.۵ انچه ډسپلې لرلو سره ۱۴۴۰*۲۵۶۰ پکسله ریزلوشن لري. دغه سمارټ فون ۴ ګیګابایټ رېم او ۳۲ ګیګابایټ فایل ثبتولو وړتیا لري چې له دې سربیره د زیاتې وړتیا لپاره اضافي میموري کارډ هم قبلوي.

د دغې سمارټ فون بیټرۍ ۳۸۰۰ ایم اې ایچ (3800 mAh) وړتیا لري. له ټولو ځانګړتیاوو سربیره دغه سمارټ فون کې د ګوتې نښې معلومولو وړتیا هم ځای پر ځای شوی.

دغه سمارټ فون د تصویرونو اخیستلو لپاره پیاوړی کامره لري. د دغې سمارټ فون کامره ۲۱ میګاپکسله ده کوم چې د سوني کمپنۍ لخوا جوړه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x