امریکایي الوتکې او د افغانستان ناموزونه آب و هوا

ch47 chinookد افغانستان په اوسنیو حالاتو کې د امریکایي الوتکو د پرله پسې غورځېدلو او سقوط مخ پر زیاتیدونکو پیښې او د هغوی اعلان شوي اسباب مو د نولس سوه و نه نویمو میلادی کلونو پیښو ته بیایي، په کوم مهال کې چې پخوانيو جهادي تنظیمونو، کابل ته له ننوتلو وروسته د کمونست او خاین نجیب له پښو لوېدلې لاسپوڅی اداره لومړی د صبغت الله مجددی په څو ورځني واک او ورپسې د ربانی په بې تخته او بې پایتخته بدمرغ واک او شرمېدلې امپراطوری سره بدله کړه.

په هغه ورځو کې یو له پخوانیو جهادي رهبرانو څخه چې په کابل ښار کې یې یو څو د پردې او ګوزارې شپې ټېرې کړې وې،  پېښور ته په بېرته ستنېدو یې اعلان وکړ چې د افغانستان آب و هوا یې له صحت او مجاز سره برابره نه وه، سره لدې چې په هغه وخت کې یاده څرګندونه د ټولو لپاره یو خندوونکی او له تعجب څخه  ډک خبر وو،، خو دا دی نن چې له هغه مهاله پوره 25 کاله تیریژي،  د افغانستان آب و هوا بیا هم په عجیب او غریب ډول د امریکایي الوتکو او پکې ناستو سپرلیو له طبیعت او مجاز سره ډډه نه لګوي.

ټولو ته مالومه ده چې د شاوخوا زرو په شاوخوا کې امریکایي فوځي اډې د نړی په بیلابیلو برخو کې وجود لري او داسې ټوټه خاوره به د نړی پر مخ ډېره کمه وي چې جهانخوره وحشي امریکا دې هلته خپل ناولی حضور ونلري، ښکاره خبره ده چې په یادو اډو کې به پراته لنډغر عسکر په حتمي ډول لوجستیکي او فوځي توکو ته اړتیا پیدا کوي چې په سر کې یې هیلیکوپټر الوتکې د یادولو وړ ښه مثالونه دي چې بې له شکه د دوی په هره فوځي اډه کې به شتون لري.

د افغانستان له وحشي او ناروا اشغال سره جوخت امریکایان او د دوی صلیبي حشرګړي له سلګونو فوځي او لوجیستیکي هیلیکوپټرو سره مل افغانستان ته راغلل، د یرغل له پیل څخه بیا تر ننه چې دادی لس کاله پرې اوړي، داسې شیبه به نه وي چې د یرغلګرو وحشي الوتکې به د افغانستان په هوایي حریم کې په الوتنو نه وي بوختې، ځنې لدې الوتکو څخه داسې بدګوني څېرې هم لري چې په لیدو به یې عام افغانان په وېره او ډار کې لوېدل، یرغلګرو د همدی الوتکو په مټ ډول ډول تبیلغاتي پاڼې شیندلې تر څو په درواغجن ډاډ سره خلکو ته ووایي چې په دې الوتکو باندې ډزې کول به الوتکو ته هیڅ ډول زیان هم وانه ړوي بلکه د حمله کوونکي او ویشتونکي په حتمي نابودی به تمامیژي، په لومړي سر کې داسې تودې انګازې ډېرې وې چې نوموړې الوتکې په داسې سیسټم عیارې دي چې د الوتکې ضد ویشتونکی هدف په اتوماتیک ډول په نښه کوي او له منځه یې وړي، کله به یې دا تبلیغ هم کاوه چې د یادو الوتکو د وزرو تیزه هوا نه پرېږدي چې د الوتکې په لور توغول شوي راکټ او مرمی د الوتکې په بدن ونښلي، او بالاخره دا به هم ویل کېدل چې د الوتکو ضد تر ټولو پرمختللی وسله چې اسټنګر یادیژي هم نشي کولای یادې الوتکې په نښه کړي،، او ورته نور درواغجن تبلیغات چې یو پر بل پسې تر ننه دروغ ثابت شول.

ډېر وخت لا نه و تېر چې د همدې فوق العاده الوتکو د سقوط او غورځولو لړی پیل شوه، مجاهدینو په وړو او زړو راکټونو سره په کومو به یې چې د دښمن ځمکني نقلیه وسایط له منځه وړل، نوموړې الوتکې په نښه او د هغوی د غورځولو تر ټولو لومړني شاهدان جوړ شول، په دې لړ کې د ټولو سترګې وغړېدې او د صلیبیانو درواغجن مکر له خاورو سره خاورې شو، د راکټ لانچر په یو ډز چې ایله به سل افغانی خرڅ لرلای شي د امریکایي الوتکو د غورځولو خوند او لذت ددې سبب شول چې عام او خاص مجاهدین ورته پاملرنه وکړي او په دې توګه وتوانیدل په کم وخت او د الله جل جلاله په نصرت سره د وحشي او درواغجن دښمن په سلګونو الوتکې په نښه او په داسې ډول له تباهی سره مخ کړې چې یوه سپرلی او پیلوټ یې هم نجات پیدا نکړي.

دښمن چې له پورته ډول شرموونکي وضعیت سره مخ شو، نو د داسې بهانو په لټه کې شول چې په نتیجه کې یې په خندونکو درواغو پیل وکړ چې ګواکي زمونږ الوتکې د تخنیکي ستونزو له کبله بیړنی ناستې یا سقوط کوي او دا ډول ناستې او سقوط کله هم د تلفاتو باعث نه کیژي بلکه په ډېرو حالاتو کې د الوتکې عمله جوړه روغه او یا هم د ګوتو په شمېر ټپیان له ځانه سره لري،  تر ټولو د خندا او تعجب وړ هم دا چې په دې وروستیو کې یې د خپلو کافرو درواغو په لس کلن لړ کې داسې اعلان هم وکړ چې د دوی یوې بې پیلوټه الوتکې د پکتیا په ولایت کې بیړنی ناسته کړې ده، داسې دروغ چې له خپلې ټکنالوجی او فوځي یونیفورم سره یو ځای د خلکو او نړیوالو په سترګو کې ننوزي.

د پورته یادونو په رڼا کې که یوازې د همدې کال روانې جنوري میاشتې ته پام وکړو نو ویلای شو چې په دې لنډه موده  کې د وحشي دښمن کم تر کمه پنځه هیلیکوپټرې او یوه جاسوسي الوتکه د افغانستان په مختلفو سیمو او ولایتونو کې ویشتل شوې او په بشپړه توګه تباه شوې دي.

لومړی پېښه د همدې میاشتې په 15 نېټه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د دښمن یوه جاسوسي الوتکه د لوګر ولایت مرکز د حصارک په سیمه کې د مجاهدینو تر برید لاندې راغله او تباه شوه.

دوهمه پېښه هم په همدې نیټه د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالي وه چې د یوې بلې هیلیکوپټر الوتکې د رانسکورېدو شاهدي یې ورکوله.

دریمه پېښه یوه ورځ وروسته یانې د جنوري په 16مه نېټه د هلمند ولایت نادعلي ولسوالی کې وه چې په ترځ کې یې د دښمن یوه بله هیلیکوپټر الوتکه وویشتل شوه او ټوله سورلی پکې تباه شوه.

څلورمه هم د پورتنیو درې پېښو په تعقیب د جنوري د میاشتې په 20مه نېټه وه چې د دښمن یو بل هیلیکوپټر الوتکه د هلمند ولایت د موسی کلا په ولسوالی کې د مجاهدینو تر ګوزار لاندې راغله او له ټولې سورلی سره  یو ځای تباه شوه.

او پنځمه پېښه هم د بدخشان ولایت د ارغنج په ولسوالی کې منځ ته راغله چې په ترځ کې یې د مزدورې اردو یو هیلیکوپټر الوتکه سقوط او په بشپړه توګه تباه شول.

له دې هاخوا د همدې میاشت له پیل څخه یوه ورځ وړاندې یانې د دیسامبر په 31مه نېټه د امریکایانو یو وزر چینوک ډوله الوتکه هم د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالی کې د مجاهدینو د برید په ترځ کې ښکار او راوغورځول شوه.

راځو دې ته چې که د یرغلګرو د الوتکو پرله پسې  لویدلو او د دوی اعلام شوو اسبابو ته پام وکړو نو دې نتیجې ته رسو چې د یادو پیښو حقیقي اسباب به له لاندې څو حالاتو څخه خالي نه وي:-

لومړی: تر ټولو بنسټیزه ستونزه به کیدای شي د یادو الوتکو په جوړښت او تخنیک کې نغښتې وي چې د پرله پسې سقوط لړی یې د جګړو په تاریخ کې ساری نلري، خو دا سبب ځکه د منلو وړ نه دی چې امریکایان دې ته ورته الوتکې د نړی په ګوټ ګوټ میشتو فوځي اډو کې هم کاروي، نو دا به څرنګه ممکنه وي چې په افغانستان کې هره ورځ د الوتکو د غورځېدو پېښې ثبتیژي خو له افغانستان بهر په نورو پرتو فوځي اډو کې بیا دا ډول پېښې اصلا منځ ته نه دي راغلې.

دوهم قوي او حقیقي سبب هم دا دی چې یادې الوتکې د یرغلګرو د وحشي یرغل په سبب د مجاهدینو تر غلچکي بریدونو  لاندې راځي او له حتمي تباهی سره مخ  کیژي، چې په همدې ټکي سره د دوی ټولې هغه هیبت اچوونکې دعواوې چورلټ دروغ ثابتیژي چې ګواکي یادې الوتکې د مجاهدینو د ساده راکټ لانچرونو کلک مقاومت کولای شي.

دریم هم دا چې د افغانستان آب و هوا لکه چې یادونه یې وشوه چې د ځنو رهبرانو په مزاج ښه نه لګېده،، نو کېدای شي د یرغلګرو د الوتکو لپاره به هم زمونږ د وطن هوا موزونه او مناسبه نه وي ځکه خو په تېرو لسو کلونو کې د یرغلګرو په سلګونه ډول ډول الوتکې تباه او د اور او هوا خوراک شوې دي.

او څلورم سبب یې هم احیانا د پخوانی شوروي اتحاد د فوځي جنرال د هغې خبرو له مخې پوهولی شو  چې په ترځ کې یې امریکایانو ته د افغانستان له اشغال څخه وړاندې کړې وې چې که تاسو په افغانستان یرغل وکړ نو تاسو به کله هم له خلکو سره جګړه ونکړی تر څو پرې بری ومومی بلکه په تاسو به له غرونو څخه برید او ډزې کیژي او تاسو به په ځوابي برید کې غرونه تر هدف لاندې نیسی او بمونه او ګولی به پرې اوروی، نو مالومه خبره ده چې د افغانستان غرونه هم مجاهدین دي او دښمن تر برید او هدف لاندې نیولای شي، ددې ځمکې هوا هم په جهادي روحیه کې تر غرونو کمه نه ده کنه نو صلیبیان به د الوتنې په مهال د هوا ښکار نه ګرزېدل او نه به یې الوتکې له سورلیو سره یو ځای د تباهی کندې ته لوېدې.

دا چې شرمېدلی دښمن د پورتنیو اسبابو په لړ کې له دوهم سبب څخه بې شرمانه انکار کوي، نو مالومه خبره ده چې د دښمن تر ټولو لویه ستونزه ددې غیرتي هېواد مجاهده او پاکه هوا ده چې د دوی د الوتکو د جوړښت او ترکیب لپاره وژونکې او تباه کوونکې پرېوزي، همدا هوا ده چې د خدای جل جلاله په اراده یې ددې هېواد د دنګو غرونو پر متینو او ثابتو اوږو تکیه کړې او د یرغلګرو الوتکې په خپلو

درنو افغاني څپو او څپېړو  سره د غرونو لمنو ته غورځوي چې په نتیجه کې به امریکایي یرغلګر هم په راتلونکې کې دې ته اړ باسي چې د  روسانو په دود نورو وحشي متجاوزینو ته هم ددې توصیه خامخا وکړي چې د افغانساتن د اشغال خوبونه له سر څخه وباسی!

 

موفق افغان

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د