ادبي لیکني

مخ مه مینځه

لیکوال: حامد افغان

دا اته ويشت کاله کیږي هر سهار چې له خوبه راپاڅم مور مې راته وایي: ولاړ شه مخ ومینځه او راشه ناشته تیاره ده، مور مې په سترګو ښه نه لیدل، یو سهار یې راته وویل: مخ مه مینځه دلته راشه، زه حیران شوم مخته یې ودریدلم او ورته لیدل مې، دې راته کړه: رانږدې شه، نور هم ورنږدې شوم، زما په مخ یې لاس تیر کړ او په تندي یې ښکول کړم، وروسته یې راته وویل: ورځه اوس مخ ومینځه، زه چې روانیدم دې په بالښت سر کېښود مال ځه ارام به کوي، چې بیرته راغلم هغه په اوږده ارام خوب ویده شوې وه.او زه بې موره هم شوم.

نه پوهيدم.. او د مور د بیلتون دردونو کړولم، دوه میاشتي وروسته یوه ورځ په هغه ځای کښېناستم چې هلته مې مور ساه ورکړې وه، له ځانه سره مې د هغې په چم وویل: راشه مخ مه مينځه! مخامخ دیوال ته مې پام شو د پلار انځور مې ولید، هغه زما په عمر په ځواني کې وفات شوی و، زما د مور له قوله زه په رنګ کې خپل پلار ته بیخي ورته وم، پر دیواله د هغه انځور زوړ شوی و، د مور نظر مې نیمایي پاته و هغې بیخي ښه نه لیده، هغه ورځ چې ادې وروغوښتلم ګوا کې له دیواله نه یې هغه انځور ورکش کړ.. زما په مخ په لاس تیرولو سره یې د هغه د مخ نښي وریادي کړې او د هغه په پلټنه پسي ووتله.. لویه څښتنه! هغه دواړه ارمانجن په جنت کې سره یو ځای کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نبیل

د الله بنده ودژړولم ګرانه مور او پلار د را یاد کړل

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x