افغانستان

د بګرام اوسیدونکي: زورواکان د پنجشیري کډوالو په نوم ځمکې غصبوي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي۴مه ۱۳۹۴ل): د پروان ولایت د باګرام ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې زورواکانو د پنجشیري کډوالو په نوم ددغې ولسوالۍ په باریک سیمه کې زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې.

د سیمې یو تن اوسیدونکي صدیق الله پژواک خبري اژانس ته ویلي چې په دې وروستیو کې ګډ حکومت د پنجشیر د واورو ښویدنو له کبله د زیانمن شوو کسانو لپاره په باریک آب سیمه کې د ځمکو ویشلو امر کړی و.

خو هغه وايي چې د ځمکو یو شمېر غاصبین د پنجشیر د مهاجرینو په نوم په دغه سیمه کې د ځمکو په غصب پیل کړی او زرګونه خیمې یې په سیمه کې وهلي دي.

د یاد کس د معلوماتو پر اساس غصب شوي ځمکې، دولتي دي خو دا چې دغه ځمکې للمي دي، د کوه صافي خلک د عبدالرحمن خان له وخته په دغو ځمکو کې کښت کوي او دولت ته مالیه ورکوي.

د کوه صافي یو تن اوسیدونکي نقیب الله ویلي چې زیاتره غاصبین د پنجشیر، پروان او بغلان ولایتونو دي. هغه ادعا وکړه چې د ځمکو په غصب کې لوړ پوړي چارواکي هم دخیل دي او دوی کوښښ کوي چې د نوي کابل ښار چې په دغه سیمه کې جوړیږي، سیمې له پخوا ونیسي.

یاد کس ويلي چې نن هغه مهال چې ځايي خلکو غوښتل د ځمکو د غاصبینو مخه ونیسي، د دواړو لورو تر منځ نښته رامنځته شوه او څو کسان په کې ټپيان شول.

نقیب الله ګواښ وکړ چې که دولت د غاصبینو مخه ونه نیسي، ځايي خلک په خپل په کار لاس پورې کوي او امکان لري چې لانجه تر دې ستره شي.

د پروان امنیه قومندان مل پاسوال محمد زمان مموزي ویلي چې حکومت د شاوخوا ۶۰۰ زیانمن شوو کورنیو ته په دغه سیمه کې کورونه ورکړي.

هغه ویلي چې د سیمې د خلکو او د پنجشیري کډوالو تر منځ نن په سیمه کې د ځمکې پر سر شخړه رامنځته شوې چې له کبله یې یو تن ټپي شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x