ورزش

بنګله دیش د پاکستان لوبډله تر کوره وزغلوله، پرلپسې څلورمه بریا

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۴مه ۱۳۹۴ل): نن د پاکستان او بنګله دیش ملي لوبډلو تر منځ یوازینۍ شل اوریزه لوبه وه چې دغه لوبه کې پاکستان یو ځلي بیا په پرلپسې ډول د څلورم ځل لپاره له بنګله دیش څخه شرموونکی ماتې وخوړه.

پاکستان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه خو بیا هم بنګله دیشي لوبغاړو دغه پریکړه غلطه ثابته کړه. پاکستاني لوبډلې ټاکل شوي شل اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۴۱ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره تر ټولو غوره توپ وهنه مختار احمد او حارث سهیل وکړه. مختار احمد په ۳۰ توپونو د پنځه څلوریزو او یوزې شپږیزې په مرسته ۳۷ منډې جوړې کړې.

پاکستاني ال راونډر حارث سهیل نننۍ لوبې کې په ۲۴ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۳۰ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د بنګله دیش لوبډلې توپ اچوونکو د یوه ورځنیو لوبو په څیر دغه لوبه کې هم غوره لوبه وکړه او ښه وځلیدل. بنګله دیشي توپ اچوونکو د پاکستان لوبډلې ته د زیاتو منډو جوړولو اجازه ورنکړه.

د بنګله دیش لوبډلې لپاره مستفیض الرحمن تر ټولو غوره توپ اچوونکی ثابت شو. مستفیض الرحمن خپل ۴ اورونو کې یوازې شل منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

د بنګله دیش په توپ اچوونکو کې شکیب الحسن تر ټولو لږې منډې ورکړې. شکیب الحسن خپل څلور اورونو کې یوازې ۱۷ منډې ورکړې خو د ویکټې په اخیستلو بریالی نشو.

د بنګله دیش لوبډلې توپ وهوونکي هم یو ځل بیا د پاکستان په خلاف غوره او پیاوړی توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه او پاکستاني لوبډلې ته يي په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

بنګله دیش د شکیب الحسن او صابر رحمن غوره او پیاوړی توپ وهنې په مرسته د پاکستان لخوا ټاکل شوی هدف په اسانۍ سره پوره او پاکستان ته ماتې ورکړه.

بنګله دیش ټاکل شوی هدف یوازې ۳ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۱۶.۲ اورونو کې پوره کړ.

نننۍ لوبې کې د بنګله دیش لپاره شکیب الحسن په ۴۱ توپونو د نهه څلوریزو په مرسته ۵۷ او صابر رحمن په ۳۲ توپونو د اووه څلوریزو او یوزې شپږیزې په مرسته ۵۱ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

دغه لوبه کې د پاکستان ټول توپ اچوونکي د بنګله دیشي لوبغاړو په وړاندې پاتې راغلل خو بیا هم عمر ګل او وهاب ریاض یوه یوه ویکټه اخیستلو سره نسبت نورو توپ اچوونکو ته ښه وځلیدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x