افغانستان

فرانس پریس: ۲۰۱۵ز کال کې بې پېلوټه الوتکو بریدونو لسګونه افغانان وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي۴مه ۱۳۹۴ل): د روان زیږدیز کال په تېرو څلورو میاشتو کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په بمباریو کې ۵۷ افغانان وژل شوي دي.

فرانس پریس خبري اژانس وايي چې دغه معلومات یې د امریکايي ځواکونو لخوا تر لاسه کړي دي.

راپورونه وايي چې د روان زیږدیز کال له پيله تر اوسه شپږ ډرون بریدونه شوي. خو ازاد خبریالان بیا د ډرون بریدونو شمېر تر دې پورته ښيي. هغوی وايي چې دغه شپږ بریدونو خبر رسنیو ته ورکړل شوی ولې د کره بریدونو شمېر تر دې لوړ دی.

که څه هم امریکايي ځواکونه په ډرون بریدونو کې وژل شوي کسان طالبان ښيي خو ځايي اوسیدونکي وايي چې په ډرون بریدونو کې تر ټولو زیات زیان ملکي وګړو ته اوښتی.

فرانس پریس خبري اژانس دا نه دي څرګند کړي چې د امریکا د لوري دغه بریدونه په کومو سیمو کې شوي دي.

د یاد اژانس د راپور په اساس له ۲۰۰۴ تر ۲۰۱۵ پورې د ډرون الوتکې پر مټ یواځې په پاکستان کې ۴۱۵ بریدونه شوي چې په ترڅ کې یې ۳۹۴۹ کسان وژل شوي دي چې سلګونه یې ملکي بې ګناه وګړي دي.

ددې سربېره له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۵ز کاله پورې په یمن کې ۱۱۱ بریدونه شوي چې له کبله یې ۱۱۰۶ کسان وژل شوي دي. په وژل شوو کې ملکي وګړي هم ډیر زیات دي. همدا راز په افریقايي هېوادونو کې هم ورته ۱۳ بریدونه شوي چې له کبله یې ۱۰۵ کسان وژل شوي دي.

امریکايي ځواکونو تر دې دمه ددغه خبر په اړه غبرګون نه دی ښودلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x