
د پولیسو په یونیفارم کې وسله والو د واده په مراسمو کې زوم، پلار او ورور وژلي
نن ټکی اسیا (جمعه، غويي۴مه ۱۳۹۴ل): د فراه ولایت په مرکز کې وسلهوالو چې د «ملي پولیسو» یونیفارم يې په تن و، زوم او ورسره پلار او ورور وژلي دي.
د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال دل جان خاکریزي پژواک خبري اژانس ته ویلي چې دغه پېښه نن د غويي په ۴مه غرمه مهال ۱۲نیمې بجې د فراه ولایت په مرکز کې رامنځته شوې.
هغه زیاته کړې چې ناڅرګندو وسله والو د واده د مراسمو په ورا برید وکړ، د واده زوم، پلار او ورور یې له ځانه سره ویوړل او ويې وژل.
د امنیت امر له قوله دغه پېښه د فراه ولایت په مرکز کې د هوايي ډګر شاته د شوراب په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د ورا موټر د ناوې له کوره د زوم د کور پر لور چې د ښار په پنځمه ناحیه کې پروت دی، روان و.
د خاکریزي په وینا وسلهوال پنځه کسان و، د ملي پولیسو یونیفارم یې په تن و، لومړی يې ورا درولې، د زوم موټر کې يې نوموړی او د هغه پلار او ورور له ځانه سره بیولي او د هوايي ډګر شاته دښته کې یې وژلي.
نوموړي ویلي چې وسلهوال کسان په یوې سراچه موټر کې تښتیدلي او تر دې دمه یې هویت معلوم نه دی.
د وژل شوو کسانو د کورنۍ کسان وايي چې زوم عبدالصبور نومېده او ۲۵ کلن و.
هغه وايي چې پنځه تنه وسلهوال چې د پولیسو یونیفارم یې په تن او په سراچه موټر کې سپاره و، ناڅاپي یې د زوم موټر ودرولو، زوم، پلار او ورور یې له ځانه سره ویوړل او دوه ساعته وروسته یې د هوايي ډګر شاته سیمه کې جسدونه موندل.
دوی وايي چې د ورا د موټر درولو وروسته وسلهوالو خلک تهدید کړی او ټول خلک چې په ورا کې راغلي وو، له ویرې وتښتېدل.
تر دې دمه دا لا معلومه نه ده چې د برید تر شا د وسلهوالو څه انګېزه ده.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې دوه ورځې وړاندې د فراه ولایت په مرکز کې د کندانک په سیمه کې یو زوی او پلار د ناڅرګندو وسلهوالو لخوا ووژل شول.
دا خبر سم نه ده ليکل شوی
که د پوليسو یونیفورم کی وو نو ولی بیا نامعلوم وسلوال یاد شوی دی په داسي حال کی چی د عدم پوليس ثبوت یی هم نشته حتی وايي چی هویت يي نامعلوم دی
نو تر سو چی ثبوت نه یی باید د پوليسو په توگه یاد شي
مونك هم حيران يو ..دي دالله به غضب كه كر ملت ته .. هر جيرته جي سوك ووزل شي تولي جنكي دلي يي هم له عمل نه منكر وي ..دواده خلك واي جي زوم دسرحدي بوليسو عسكر وه …نو كه احيا نا نا عسكر وي ….نو دبلار او ورو ر يي سه جرم وه جي وي وزل كه بيا دملي اور دو وزلي وي نو هغوي بيا خبل ملكري وزني بلار وروريي ولي ووزل شول …خو بس ددي ملت به زوند دالله غضب شوي …دجلا ل اباد له عظيم مقتل نه هم طالبان انكار كوي هم دا عيشان ….اربكيان او… نور لوستل »