ورزش

ای پي ایل: بنګلور د راجستان لوبډلې ته په ۹ ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۵مه ۱۳۹۴ل): نن د انډین پریمیر لیګ ۲۲مه لوبه د راجستان رویالز او رویال چیلینجر بنګلور لوبډلو تر منځ ترسره شوه چې دغه لوبه کې راجستان له بنګلور څخه په ۹ ویکټو سخته ماتې وخوړه.

د بنګلور لوبډلې د لوبې پچه وګټله خو د راجستان لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. د راجستان لوبډلې چې په تیرو لوبو کې يي غوره توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړې وه نننۍ لوبې کې د بنګلور لوبډلې توپ اچوونکو په وړاندې پاتې راغلل.

د راجستان لوبډلې ټاکل شوي شل اورونو کې خپل ۹ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۳۰ منډې جوړې کړې. نننۍ لوبه کې د راجستان لپاره سمیت تر ټولو غوره توپ وهوونکی ثابت شو.

سمیت د راجستان لوبډلې لپاره په ۲۸ توپونو د دوه څلوریزو په مرسته ۳۱ منډې جوړې کړې. واټسن هم په ۲۲ توپونو د دوه څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۶ منډې جوړې کړې.

د بنګلور لوبډلې ټول توپ اچوونکي ښه وځلیدل او د راجستان لوبډلې پیاوړي لوبغاړو ته يي د منډو جوړولو اجازه ورنکړه. دغه لوبه کې سټارک درې، پټېل دوه، چهل دوه او اقبال عبدالله یوه ویکټه واخیسته.

د بنګلور لوبډلې توپ وهوونکي هم د توپ اچوونکو په څیر غوره لوبه وکړه. بنګلور لوبډلې ټاکل شوی هدف یوازې یو لوبغاړی له لاسه ورکولو سره په ۱۶.۱ اورونو کې پوره کړ او سیالې لوبډلې ته يي په ۹ ویکټو ماتې ورکړه.

دغه لوبه کې د بنګلور لوبډلې لپاره کولي په ۴۶ توپونو د یوې څلوریزې او درې شپږیزو په مرسته ۶۲ او ډي ویلییرز په ۳۴ توپونو د شپږ څلوریزو په مرسته ۴۷ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

کریس ګېل هم نننۍ لوبه کې په ۱۷ توپونو د درې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۲۰ منډې جوړې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx