افغانستان

طالبانو د خپلو عملیاتو په لومړۍ ورځ د سلګونو بريدونو خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۵مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو پرون – جمعه – د خپلو نویو عملیاتو په لومړۍ ورځ د سلګونو بریدونو په پایله کې د ګڼو عسکرو د مرګ ـ ژوبلې خبر ورکړی دی.

قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د عزم په نوم د پیل شویو عملیاتو په لومړۍ ورځ يې په ټول هېواد کې ۳۲۷ بریدونه کړي چې پکې يې د دولتي تاسیسات، کتارونه، پوستې او دولتي اشخاص په نښه کړي دي.

د عزم په نوم د طالبانو پسرلني عملیات پرون – جمعه – د غويي د میاشتې په څلورمه نېټه د سها په پنځو بجو پیل شول، چې په ګڼو ولایتونو کې يې په دولتي تاسیساتو نږدې ټوله ورځ جګړه روانه ساتلې وه.

طالبانو پخپله خبرپاڼه کې ویلي: «په دغو عملیاتو کې په لسهاوو تنه د دښمن عسکر، پولیس او اربکان ووژل شول، ګڼ شمیر نور يې سخت ټپيان شول او ډيری مالي زیانونه هم ورته واوښتل.

د عملیاتو په جریان کې په ټول هیواد کې ۹ تنه مجاهدین هم د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل او ۱۳ تنه ټپيان شول.»

طالبانو تر دې وړاندې د خیبر عملیاتو تر نامه لاندې جګړې کولې، چې پرون يې خپل نوي عملیات پیل کړل.

د شنونکو په قول په دې عملیاتو کې د طالبانو تعرضي بریدونه دا په ډاګه کوي چې د پخوا په پرتله زورور شوي دي، تر دې وړاندې د طالبانو ډېره تکیه په ځمکنیو ماینونو، خو په سږني عملیاتو کې يې د ګڼو ولسوالیو تعمیرونه په نښه کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سمع الله

داچي طالبان وايي د پخوا په پرتله دير مجهز سويدي او په بريالي ډول عمليات کوي . پخوا دوی مځکني مينونه کارولو خو اوس لوړي ودانی په نښه کوي دغسي درانه عمليات هغومره ډيري پیسو او تمويل ته اړتيا لري ..
نو د طالبانو د دي خبرو څخه داسي معلوميږي چي د سږنيو عملياتو لپاره د امریکا او فاسکستان پوره همکاري ، کومک ، د اسلحو تمويل او Support ورسره دی ….. که نوي ورسره عمليات په خالي جيب نکيږي او نه د پخوا په څير په تورو او لرګو کيږي . ډالر غواړي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x