نظــر

ګوادر-کاشغر لار او ناکامه پښتون سياسي قيادت!

لیکوال: حزب لله پښتون يار

نن په نړۍ کې هغه قومونه پرمختګ کولى شي چې له وخت او حالاتو سره سم سياسي قيادت رامنځ ته کړي چې څرګنده تګلاره ولري، د ولس د ساتنې مسوولیت واخلي او په هرر رنګه توفاني حالاتو کې ملي ګټې په پام کي ونيسي. رهبر هغه ته وايي چې خپل ملي مقاصد په ګوته کړي د هغوی لپاره نظريه، ستراتیژي او پالسياني جوړي کړي او ځان ورورسوي. نظريه ديو قوم د ژوند مهمه برخه ده، په دې کې د يو قوم د مستقبل پلانونه، د ملي ګټو فارمولې، د پرمختګ رازونه او د بربادي څه د نجات طاقت پکې پروت وي. تر څو چې يو قوم دا نه پيژني چې ملي ګټې يې څه دي د پاليسي او عمل له لاري د دغو ګټو لپاره د ولس فکري او جسماني طاقت په کار نه راولي تر هغو به د داسي قومونو د ولسي مقاصدو او د تقدير فېصلې به بالادسته قومونه کوي. دا د برلاسه قومونو د نفسياتو او فطرت خلاف خبره ده چې دوى دي خپلو غلامانو ته د انصاف او برابرۍ پر بنياد حقوق ورکړي او د مظلومو قومونو د هغه ليډرشپ پر عقلونو هم ماتم کول پکار دي چې د خپل اقا سره د برابرى تمه لري.

لیکوال: حزب الله پښتون یار
لیکوال: حزب الله پښتون یار

په پاکستان کې پښتانه په داسې حالت کې دي چې د ژوند په ټولو برخو کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. اوس چې زموږ جغرافیايي موقعیت موږ ته يو روټ راکوي د ګوادر څه بيا تر کاشغره چې د پښتونخوا له سیمو ایبټ اباد، میانوالی، وزیریستان، ډی ائئ خان، ژوب او کوټې له لار تر ګوادره غزیږی چې په هغه کي به موټروې، کارخانې، رېلوې، مواصلاتي نظام او معاشي حب به جوړيږي. د هغه څه به د ټوله پښتون معاشي ستونزه حل کېدو سره به د دهشتګردۍ ستونزه هم د همېش دپاره حل شوې وله. د پښتونو ګرده مسافرو به بيا خپل په وطن کې مزدورۍ کولې. خو د پنجاب واکداران يې نه را پرېژ دي او په بد اقتصاد يې خپلي صوبې له دا روټ منتقله کړى. له دې سره پنجاب د دهشتګردۍ مرکزونه په پښتونخوا کې جوړوي او اقتصادي دهلیز په پنجاب کې جوړوي، زموږ وطن تباه کوي او خپل وطن ابادوي.

په دا لويي ستونزه کې پکار وه چې د ګرده اولس ملت پاله او مذهبي ګوندونه سره يو موټى شوي وه د دغه روټ دپاره يې په ګډه د پنجابه څه د سياسي جنګ اعلان کړى واى. احتجاجاً يې د حکومت څه استعفا ورکړي واى، په ټولو شارو کې يې لاریونونه اعلان کړي واى او ټوله ملک يې جام کړى وه تر هغو پوري چې روټ يې پر پخوانى لاري نه وی اعلان شوى او د پښتون موجوده د اقتصادي مرګ مسله يې حل کړې واى. خو يوار بيا په قامي تاريخ کې يو بله ګټوره موقع قام تر لاسه ورکړه. د دې لپاره په سوشل مېډيا کې ټوله پښتون اولس اواز اوچت کړى خو له بده مرغه قامي رهبرانو مجرمانه خاموشي خپله کړه. ايا داسي رهبران په تاريخ کې کله هم قومونو معاف کړي دي!!؟؟

پښتون اولس همېش په سختو حالاتو کې د خپل ليډرشپ ملاتړ کړى دى خو ليډرشپ هر وخت قامي ګټو د دفاع په ورځ يا خو داغياره سره مل شوى دي يا د خپل ناکامه سياسي تګلارې په وجي يې د ګټي پر ځاى د تباهي منصوبې، د دهشتګردۍ مرکزونه راوړي دي او د قومي حقوقو جنګ يې باېللى دى. موږ داسي ليډرشپ نه لرو چې د حقوقو جنګ د ګټلو په ورځ د ټول اولس طاقت يو کړي، په حرکت کې راولي او برى تر لاسه کړي. بيا که د بري قاتلان ډير شي د قامي مفاد جنګ ګټل مشکل شي بيا پداسي بې انصافه او جبري ماحول کې د قامي حقوقو جنګ ګټل د مزاحمتي عمل سره تړلى دى. خود سياسي فېصلو پر وخت پر قامي مفاداتو خاموشي اختياره ول ملي خيانت ندى؟

چېري چې هدف نه وي هلته د قومي حقوقو جنګ د ګټلو هيڅ اميد نشي کېدلي او ټوله سياسي طاقت ضايعه شي. بد بختانه پښتنو داسي استازي منتخب کړي دي چې نه هدف لري، نه خپل قومي حقوق پيژني اونه د هغه لپاره اواز پورته کوي. هميشه د قامي ګټو پر وخت ګونګيان شي او خپلو خولو ته کولفونه ولګوي. سياسي رهبران د حقوقو د وېش پر وخت په سياسي عمل کې تودوالى راولي خو زموږ دفاعي فکرونه د سياسي قبرونو په ډورى کې پټ شي. د شکست و فکرو ته د مذمت جامې ورواغوندي او د اولس د خشم څه ځانونه په خلاص کړي. په اوسني وخت کې زموږ څخه د ګوادر لارې د راوړلو ټول قوت او صلاحيت موجوده وه، خالي د سختي سياسي فېصلي ضرورت وه خو د قوم سره ظالمانه غفلت دا وشو چې د سياسي طاقت دماغ په خوب ويده شو. رهبرانو د قوم ټوله استعداد د موجوده سياسي ګټو لپاره ضایعه کړي. د قومي حقوقو ګټلو استازي چې د قومي حقوقو باللو لوبغاړى شي هغه سياسي ليډران وي که قومي خائنان!!!؟؟؟

نن چې زموږ ټوله قوم مسافر دى د نورو قومو مزدور دي او بلي خوا ته ټوله وطن په قبرستان بدليږي دا د دې ملک غلطو پاليسيو او د پښتون ليډرشپ ناکامه تګلارې له وجي دى. که څوک ځان ته قامي مشر وايي او د قامي ګټو په ورځ د پښتون پر حقوقو نور قابضه کيږي او مشران خالي په اخباري بيان کې د دې زياتى څه نفرت کول هم نه احساسه وي د دې ساده مطلب دا دى چې يا خو سودا شوې ده يا زموږ رهبران د پنجاب خير خواهان شوي.

د یوه قام په توګه زموږ د ظلم او د قامي نا انصافۍ په خلاف مزاحمت دومره سخت نه وشو لکه څومره لوى زياتوب چې راسره وشو. د اوسني صورتحال په رقم زموږ په قامي تاريخ کې داسي څو واري شوي دي چې په اولس کې د مزاحمتي تحريک زور شوى دى خو رهبر نه دى شوى. ايا په موجوده مجرمانه خاموشي او قامي ليډرشپ چې د ځاني ګټو دپاره د قام ګټو ته کم تاوان ورسوى د دوى احتساب کول نه دى ضروري؟
سياسي شعور لرونکي وايي چې پښتانه د سخت سياسي قيادت بحران سره مخامخ دي تر دې حده پوري چې خپل وطن يې د پرمختګ څخه بې برخه کيږي دوى ګوره چې د غفلت په خوب ويده دي که د نورو د مفاداتو اېجنټي او جاسوسي کوي؟؟ که څوک اوس هم د سياسي تقليد په ړنډه جذبه دې ته د قيادت بحران نه وايي نو يو ساعت دي د ړندې عقيدې توري جشمې د سترګو ليري کړي او د حاالاتو تجزيه دي وکړي او بيا دي په خپل سياسي قسم ووايي چې تر دي لا هم نوره بده ورځه څه ته وايي. اوسني ليډرشپ يا خود خپلو ځاني ګټو لپاره ټوله اولس هيرکړى دى ياهغه صلاحيت نه لري چې د اولس د حقوقو جنګ په وګټي .

موږ مبارزې ته تر يو حده تیار اولس لرو خو په سياست پوهه مخلصه ليډرشپ نه لرو. تاريخ ګواه دى کومو قومونو چې تجربه کاره، دانشمنده او پوهه سياسي قيادت پېدا کړى دى هغه د معاشي بدحالى، د جهالت د تورو تيارو څه راوتلي دي او و عروج ته رسېدلي دي. کمو قومونو چې د نا اهله، بې انصافه او پر ځاني ګټو مينو لىډرانو ملاتړ کړى دي هغو کله هم د سکون ورځ نده ليدلې. لکه پښتون قوم چې نظريه، قامي مقاصد او سياسي برى يې همېش د اسمبلي د څو سيټانو او د څو سياسي کورنيو د مفاداتو دپاره قرباني کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x