نړۍ

مقدونيه کې د افغان پناه غوښتونکو په ګډون څوارلس تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۵مه، ۱۳۹۴ل): مقدونيه کې د افغان پناه غوښتونکو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي دي.

راپورونه وايي، چې تېره شپه پر ځايي وخت د شپې ۱۰:۳۰ د مقدونيې مرکز کې د افغانانو په ګډون څوارلس پناه غوښتنونکي لويديزې اروپا ته پر لاره وو، چې موټر يې رېل ګاډي لاندې کړ.

د مقدونيې مرکز کې ژغورونکې ډلې د پېښې قربانيان رغتون ته لېږدولي دي.
د مقدونيې څارنوال وايي، چې د پېښې پلټنه يې پيل کړې او د لومړنيو څېړنو له مخې ويل شوي، چې وژل شوو کې ډېری افغانان او سوماليان دي.

وژل شوي کډوال له خپلو هېوادو لويديزې اروپا ته پر لار و، چې مقدونيې کې د رېل ګاډي لاندې شول.

تېره يکشنبه هم اروپا ته پر لار ۹۰۰ کډوال د ليبيا سمندر کې د کشتۍ ډوبېدو له امله وژل شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې افغانان او د نورو بې وزلو هېوادونو اتباع له ناقانونه لارو اروپا ته ځي او په دغو لارو کې د افغانانو په ګډون ډېری مساپر له ژونده خلاصيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x