افغانستان

ولسي جرګې «اجراییه ریاست» او «وزیرانو دارالانشاء» د بودیجوي واحد په توګه ومنل

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۵مه ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې غړو د ګډ حکومت لخوا جوړ شوی  «اجراییه ریاست» او «د وزیرانو دار الانشاء» د بودیجوي واحد په توګه ومنل.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي نن د ولسي جرګې عمومي ناستې ته ددغه بودیجوي واحد په اړه د ولسمشر فرمان وړاندې کړ.

له ۱۳۱ حاضرو وکیلانو څخه ۱۲۰ يې یاد فرمان ته مثبته رایه ورکړه.

د ولسمشر دغه فرمان د غويي په ۲مه ولسي جرګې ته وړاندې شوی و خو د ولسي جرګې د نصاب نه پوره کېدو له کبله يې پریکړه وځنډول شوه.

په «اجراییه ریاست» پوست د ولسي جرګې وکیلانو او قانونپوهانو اعتراضونه درلودل او دغه پوست  يې د اساسي قانون خلاف باله.

د هغې موافقې له مخې چې اشرف غني او عبدالله عبدالله د امریکا په سفارت کې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړیتوب وکړه، په حکومت کې د «اجراییه ریاست» ایجاد شو.

د موافقې له مخې اشرف غني ولسمشر او عبدالله عبدالله اجراییه رییس وټاکل شو.

همدا راز ولسمشر او اجراییه رییس ته په حکومت کې ۵۰-۵۰ سلنه واک ورکړل شو.

د دغې موافقې له کبله د ولسمشر  زیاتره هغه پریکړې چې د اجراییه رییس سره پرې مشوره نه وي شوي یا یې موافقه نه وي اخېستل شوي ردیږي.

په وروستیو کې شکریه بارکزۍ د ولسمشر لخوا د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون مشره وټاکل شوه خو د اجراییه رییس لخوا رد شوه. همدا راز ولسمشر د کمونستي دورې د وخت لوړ پوړی نظامي چاروکی افضل لودین دفاع وزارت ته نوماند شو خو د اجراییه ریاست د کلک غبرګون له کبله له نوماندۍ تېر شو.

په عین حال کې د ولسي جرګې یوې غړې شکريې بارکزۍ اجرايوي ریاست لپاره د بودیجې ځانګړي کول «ملي خیانت» بللی او په خبره يې دغه پوسټ قانوني حیثیت نه لري، ځکه خو بوديجوي واحد هم نه ګڼل کېږي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي هم د شکريې بارکزۍ له څرګندونو سره همغږي ښودلې او ویلي یې دي چې ګډحکومت اساساً له قانون سره په ټکر کې دی.

تر دې وړاندې هم د ولسي جرګې مشر ګډ حکومت د امریکا د سفارت تولید ګڼلی و او ویلي يې و، چې یو ناقانونه جوړښت دی.

شنونکي وايي چې د اجراییه ریاست د پوست ایجادیدلو سره ګډ حکومت په یوه وخت کې هم اپوزیسون شو او هم حکومت.

د یادونې وړ ده چې ګډحکومت د تېر کال د تلې په اومه د امریکا په سفارت کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفیر او پخواني ولسمشر حامد کرزي په شاهدۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېرې په نوښت رامنځ ته شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x