
لغمان: په دوو بېلابېلو پېښو کې د ولسي جرګې د وکیل ورور په شمول ۶ تنه وژل شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۵مه ۱۳۹۴ل): د هېواد په ختیځ ولایت لغمان کې په دوو بېلا بېلو پېښو کې پنځه ملکي وګړي او د ولسي جرګې د وکیل ورور وژل شوی.
د لغمان ولایت د والي ویاند سرحدی ځواک وايي چې د الینګار ولسوالۍ په منګو سیمه کې د هاوان مرمۍ له کبله د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
هغه زیاتوي چې په وژل شوو کسانو کې ۴ ښځې او یو نارینه دی.
د ځواک له قوله ټپیان زیاتره کوچني انجونې او هلکان دي او دا مهال د ننګرهار او لغما د عامې روغتیا په روغتونونو کې تر تداوي لاندې دي.
دا لا څرګنده نه ده چې یاد هاوان د چا لخوا توغول شوی دی.
د یو بل خبر له مخې د مهترلام بابا د زیارت تر څنګ په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي حاجي نقیب الله محبت رورو حاجي نعمت الله وژل شوی دی.
د والي ویاند سرحدي ځواک له قوله حاجي نعمت الله په موټر بمي چاودنه شوې او دغې سیمې ته د مطلې لپاره تللي وو.
د چاودنې له کبله حاجي نعمت الله او وروسره یو بل ملګری وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی.