ټکنالوژي

نوکیا غواړي نوی سمارټ فون نړیوالو بازارنو ته وړاندې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۵مه ۱۳۹۴ل): نوکیا کمپنۍ وروسته له هغې چې د مایکروسافټ کمپنۍ لخوا وپیریدل شوه ونډه يي په نړیوالو بازارنو کې کمه شوې خو دغه کمپنۍ اوس غواړي یو ځل بیا نوی سمارټ فون د دې کمپنۍ کاروونکو ته وړاندې کړي.

له تیر کال څخه داسې راپورونه خپریدل چې نوکیا کمپنۍ به یو ځل بیا د سمارټ فون بازارونو ته خپل تولیدات وړاندې کړي چې اوس د نوکیا کمپنۍ په رسمي ډول منلی چې غواړي یو ځل بیا کاروونکو ته نوی انډرایډ سمارټ فون وړاندې کوي.

په چین کې د نوکیا کمپنۍ مشر وویل:« مونږ خپل چینايي کمپنیو ته ویلی چې نوی سمارټ فون له انډرایډ اپریټنګ سیسټم سره جوړ کړي تر څو وکولی شو خپل نوی سمارټ فون په ۲۰۱۶ز کال کې کاروونکو ته وړاندې کړو.»

د نوکیا کمپنۍ مشر د خبریالانوسوال ته چې مایکروسافټ کمپنۍ به د نوکیا کمپنۍ ته د نوی سمارټ فون وړاندې کولو اجازه ورکړي ځواب ورنکړ.

د راپورونو پر بنسټ د نوکیا کمپنۍ څانګه چې په چین کې فعالیت کوي غواړي یو ځل بیا د انډرایډ سمارټ فون په برخه کې رقابت پیل کړي او په دغه برخه کې ځينې پیاوړي او عام اوزار کاروونکو ته وړاندې کړي.

تر دې مهاله د نوکیا کمپنۍ او مایکرسافټ کمپنۍ په دې اړه ډیر څه ندي ویلي او نژدې راتلونکي که به دغه کمپنۍ خپل نوی سمارټ فون د وړتیا په اړه نړیوالو رسنیو ته معلومات وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx