دیني، سیرت او تاریخ

دسجدې ارزښت!

sajdahهسې خو لمونځ ټول له پیله تر پایه دلوی الله جل جلاله په وړاندې دپوره پوره ځان سپارنې او بشپړې غاړې اېښودنې یو ژوندی او خوځنده انځور دی، خو سجده بیا دټول لمانځه زړی او زړه ده، ځکه په سجده کې بنده خپل لوی او ستر پالونکي ته تر بل هر مهال خورا ډېر ورلنډ او نېږدې وي، دالله جل جلاله له نازولي استازي صلی الله علیه وسلم نه په دې اړه داسې روایت شوی: ( عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ الله عَنْهُ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ” أَقْرَبُ مَا يَكُونُ الْعَبْدُ مِنْ رَبِّهِ وَهُوَ سَاجِدٌ فَأَكْثِرُوا الدُّعَاءَ ”  له ابو هریره رضی الله عنه روایت دی،

چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: بنده خپل پالونکي ته هغه مهال تر بل هر مهال خورا ډېر ورنېږدې وي چې دی سجده کوونکی وي، اوامام نووي صیب دمسلم په شرحه کې وايي ” : مَعْنَاهُ أَقْرَب مَا يَكُون مِنْ رَحْمَةِ رَبّه وَفَضْلِه، وَفِيهِ الْحَثُّ عَلَى الدُّعَاءِ فِي السُّجُود) : مانا یې دا ده چې دخپل پالونکي مهربانئ او لورېنې ته تر بل هر مهال خورا ډېر ورنېږدې وي، او په دې کې دسجدې پر مهال دعا ته هڅونه ده.

 دا چې بنده ولې په سجده کې خپل لوی او لوړ څښتن الله جل جلاله ته تر بل هر مهال ډېر ورلنډ وي؟ که لاندېنیو څو ټکو ته په غور سره پام وکړو کېدای شي تر یو ځایه ددغه پوښتنې ځواب په لاس راشي:

۱ ـ دسجدې په کولو سره انسان دخپل بدن تر ټولو غړو لوړ، ښاغلی، ښکلی او ښایسته غړی خپل لوی پالونکي ته په ځمکه ږدي، په دې سره پرده دخپل لوی پالونکي دبې ساره لورېینو او لوړو پېرزوینو مننه کوي، هغه ته ښيي چې زه تا پنځولی او ته مې پالې، ژوند اومرګ مې ستا په واک کې او ستا په خوښه دي، دا دي تا ته مې دخپل بدن تر ټولو ښکلی او لوړ غړی په ځمکه کېښود، اې الله جل جلاله زه په دې کار سره ستا خوښي غواړم ته له مانه خوښ اوسې.

۲- الله جل جلاله په دیرشمه پاره، د التین په سورت کې داسې مهرباني کوي: ( لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ  )  : په رښتیا چې انسان مو په تر ټولو ښکلې څېره او سم سیخ جوړښت سره پنځولی دی.

په رښتیاهم چې انسان هم دڅېرې له پلوه او هم دبدن دغړو دجوړښت له پلوه په ټولو مخلوقاتو کې ښکلی، ښایسته، او تر ټولو غوره دی.

بیا په انسانانو کې دانسان دښکلا او ښایست هنداره دهغه مخ دی، مخ دی چې دانسانانو تر منځ ښکلا او ښایست پرې تلل کېږي! او دهمدې مخ له مخې یو چاته دښکلا او ښایست ګوته نیول کېږي، یوازې دا نه چې مخ دبرسېرنې ښکلا هنداره دی، بلکې که یو څه په غور سره پام وشي، پرته له کوم ځنډ نه جوتېږي چې مخ دهر انسان دزړه رېښتینې، پاکه اوستره هنداره هم دی! مخ دی چې ډېر ځله په پټه خوله دزړه پټې غوټې را سپړي! کله کله که ژبه دزړه خبره سمه او په سمه توګه ونشي ویلای، یا یې ونه وايي، په زړه کې سمدستي یو رنګه بدلون راځي، اودهمدغه بدلون نښې یا دخپګان او یا دخوشالئ په بڼه سمدستي دمخ پر ښکلې هنداره رابرسېره شي، لکه مخ چې دزړه هغه غوټه غوټئ راسپړې کومه چې ژبه یې په راسپړلو کې پاتې راغلې وه، یایې په سمه توګه نه وه راسپړلې.

 ځکه خو ډېر ځله خلک دیوه چا په کوډګره ژبه چې ګنټې ګنټې ګړېږي، تر دې چې کله کله لوړې هم کوي، باور نه کوي، مګر مخ بیا دومره پاک، ستره او دخلک تر منځ منلی دی، چې په پټه خوله او یوازې په یو ځل کتو سره یې هر څه مني، ډېر ځله یو کس درواغ وايي، دوکه کوي، چل ول کوي، ژبه ناچاره ورسره مله وي، مګر مخ سمدستي دزړه خبره راپورته کړي، هو دا دمخ یوه ارزښتناکه ځانګړې ځانګړنه ده چې ځان دبدن له نورو غړو نه پرې بیلوي.

۳ـ په مخ کې الله جل جلاله دخپل لوی او ستر بې پایه توان او وس ځینې ارزښتناکې نښې نښانې ایښې دي، دانسان بدن چې پنځه لویې او سترې ارزښتناکې حاسې دي پکې، څلور یې: لېدل، څکَل، بویول، اورېدل، په مخ کې ځای پر ځای شوې دي، ګړېدل چې دانسان ځانګړې ځانګړنه ده، دغه هم پر مخ لورول شوې ده.

سترګې چې انساني بنسټیزه ښکلا پکې نغښتې ده، هغه هم لوی الله جل جلاله پر مخ لورلې دي، همدا رنګه پزه، آننګي، شونډې، زنه، تندی، او بیا دنر لپاره ږیره او بریت چې ښکلا پرې ښکلې ښکاري دغه ټولو له یوې مخې  مخ ته مخه کړې.

دا چې الله جل جلاله مخ ته دانسان په بدن کې دومره ښکلا، ښایست، ارزښت او لوړوالی ورکړی، کله چې همدغه مخ دلوی او ستر پالونکي مخې ته له ژورې او پخې مینې نه په ډک درناوي اوخورا رېښتینولئ سره په سپېرو خاورو کې کېښودل شي، بیخي پر ځای ده چې ده ته ورلنډېدل او دده خوښي او خوشالي پرې تر لاسه شي.

له همدې کبله پرته له الله جل جلاله نه دبل هېچا لپاره ددغه ښکلې څېرې په خاورو لړل په هېڅ ډول نه دي روا، امام ترمذي صیب داسې روایت کوي، عَنْ أبِي هرَيْرةَ رَضِي اللهُ عَنْه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، أَنَّهُ قَالَ: )  لَوْ كُنْتُ آمِراً أحداً أنْ يَسْجُدَ لِأحَدٍ لأمَرْتُ المرأةَ أنْ تَسْجُدَ لِزَوْجِها ) ابو هریره رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کوي چې ويې ویل: که یوچاته ددې ویونکی وای چې بل چا ته سجده وکړي، نو خامخا به مې مېرمنې ته ویلي وای چې خاوند ته یې سجده وکړي.

۴ـ له دې پرته کله چې انسان سجده کوي دبدن ټول غړي ېې یو ځای له ده مخکې او وروسته بدرګه ورسره ځي، سر، سینه دزړه کور، لاسونه او پښې، ټول له یوې مخې خامخا ورسره وي، په لنډه سره ویلا شو چې مخ دټول بدن پاچا دی، دټول بدن واکمن ټولواک دی، همدا لامل دی کله چې دی ښکته ځي، په خاورو کې دخپل پالونکي په وړاندې رغړي، دبدن ټول غړي له ده نه مخکې هغه ځای ته رسېدلي وي، او بیا بېرته دراپورته کېدو پر مهال له ټولو نه دمخه مخ را پورته کېږي.

کېدای شي له همدې کبله الله جل جلاله مخ ته دومره لوړوالی او لویوالی ورکړی وي، چې پر مخ وهل یې ناروا کړي دي، امام مسلم صیب داسې روایت کوي، عن ‏ ‏أبي هريرة ‏ ‏قال ‏قال رسول الله ‏ ‏صلى الله عليه وسلم: ( ‏إذا قاتَل أحدُكم أخاه فلا يَلطِمَنَّ الوجْهَ ‏) ، له ابو هریره رضی الله عنه روایت دی چې ویې ویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: کله که ستاسو یوتن له خپل ورور سره جګړه کوي نو هېڅ کله دې پر مخ څاپېړه نه وهي، له همدې کبله ټول علمای کرام سره یو خوله دي چې پر مخ وهل ناروا دي.

هو دا سمه ده چې مخ دنازکوالي، نرموالي، پستوالي او له دې کبله چې دانساني ښکلا ژوندئ هنداره دی ونه وهل شي، مګر ددې ټولو تر څنګ دا هم لیري نه ده چې ددرناوي له لاملونو نه یې دا هم وي چې دسجدي پر مهال پر ځمکه اېښودل کېږي، او له دېنه څرګندېدای شي چې کله یو څوک عاجزي کوي، کم نفسي کوي، الله جل جلاله یې لوړوي، لکه څنګه یې چې مخ په ټول بدن کې لوړ، لوی او دروند کړی.

۵ـ دسجدې په کولو سره بنده خپل ټول بدن دالله جل جلاله په لوري کوي، ټولې دنیا او دنیاوي چارو ته شا ور اړوي، په دې مانا چې دی نور له خپل لوی پالونکي سره ځانګړی راز ونیاز کوي، که څه هم چې لمونځ خو له پیل نه تر پایه له دنیاوي چارو سره ښکاره پرېکون دی، مګر په سجده کې دغه پرېکون په داسې یوه څرګنده او بربنډه توګه تر سترګو کېږي چې هر څوک که هرڅو ناپوه هم وي پرې پوهېږي.

 او له همدې کبله په سجده کې بنده له یو ځانګړي څرنګوالي سره مخامخ کېږي، هر غړی یې له خوښئ او هوسایئ نه ډک ډک کېږي! دزړه له ډاډ سره سره دبدن ټول غړي یو رنګه ډاډمنېږي، ته به وايې چې همداسې پسې پروووووووووووت وی! هغه خوند او خوشالي چې په سجده کې ده دنړئ پر سر په بل هېڅ څېز کې نه شته، نه یوازې په مادياتو کې بلکې په ټولیز ډول په معنویاتو کې هم نشته، بیا په ځانګړي ډول په هېڅ عبادت کې دومره خوند او ډاډ نشته لکه په سجده کې چې دی.

 او دا بېخې سمه ده چې په سجده کې بنده تر بل هر مهال خپل پالونکي ته ورلنډ او خوشاله وي، ځکه په جنت کې تر ټولو لویه، لوړه اوستره لورېینه دالله جل جلاله لیدل دي، بنده چې کله خپل الله جل جلاله وویني دمادیاتو نړئ یې یو په یو نړېږي، او په دې پوهېږي چې په رښتیا هم تر ټولو لویه خوشالي او ستره بریا دالله جل جلاله لیدل دي.

 او الله جل جلاله به هغه څوک ویني کوم چې الله جل جلاله ته ورلنډ وي، نو کوم خوند چې په آخرت کې دالله جل جلاله په لېدو کې دی لکه دهغه خوند بدله چې دلته په دنیا کې په سجده کې نغښتې وي، ځکه په سجده کې هم بنده الله جل جلاله ته ور لنډ وي، نو ویل کېدی شي چې په سجده کې چې کوم خوند، خوشالي، ډاډ او هوسايي ده دا الله جل جلاله ته دنږدېکت له کبله!

 سبحان الله چې په سجده کې دومره خوند دی چې هغه یوازې الله جل جلاله ته دورلنډېدو وسیله ده، نو دالله جل جلاله په لېدو کې به څومره ډاډ، هوسايي اوخوشالي وي!!! اې دځمکو او آسمانانو خالقه! اې دکونینو دمخلوقاتو رازقه! اې دجنتونو او دوزخونو مالکه! ته خو په خپل لوړ او ستر توان، پراخه او لویه مهربانئ سره ستا لیدل را په برخه کړې! آمین.

 ۶ ـ دسجدې پر مهال بنده خپل دپیل او پای ځای ته ورځي، ځمکې ته ورځي، خاورې ته ورځي! هغه خاورې ته چې انسان لومړی ترېنه پنځول شوي، هغه خاورې ته چې انسان به خامخا بېرته ورځي! لکه دغه ځمکه چې دانسان لومړنئ مور وي، او دسجدې پر مهال دی دخپلې لومړنئ اومهربانه مور تودې او خوږې غېږې ته ورځي! او هغه یې هم په خورا مینه په خپله غېږه کې نیسي، ځکه خو نو دخوشالئ او هوسايئ یو بل رنګه احساس ترېنه را چاپېر وي!!!

دا او دیته ورته نور لاملونه کېدای شي هغه څه وي چې له وجې یې سجده کول دیو بنده او لوی پالونکی جل جلاله تر منځ دنږدیکت لپاره منځکړیتوب کوي، او له همدې کبله کېدای شي پوه شو چې  سجده ولې په هر رکعت کې دوه دوه ځله راځي! او نور رکنونونه بیا یو یو ځل وي؟ ځکه چې سجده الله جل جلاله ته دپورتنیو لاملونو له وجې خورا ډېره خوښه ده، نو ځکه خو یې په هر رکعت کې دوه دوه ځله دسجدې کولو ویلي دي.

ددې تر څنګ لکه الله جل جلاله چې بنده هم په دوه ځله سجدې کولو سره له خپلې ځانګړې او پراخه مهربانئ نه برخمن کول غوښتي وي، پر بنده یې دخپلې مهربانئ هغه ځانګړې وړانګې او دخپلې روښنايئ  هغه ځانګړې پلوشې لورولي وي، په کومو سره چې بنده دبې ساري ډاډ، هوساینې، خوشالئ او خوښئ ژوندئ ساه اخلي!

نو باید سجده هسې برسېرنه کړنه ونه ګڼل شي، چې یوازې دبدن غړي پکې ښکته کېږي، او نه هم باید سجده دچرګ دټونګې په څېر په یوه شېبه کې په دوه ځله سر خوځولو سره تر سره شي! بلکې په دې باید پوه شو چې یو بنده که په دنیا کې تر هر څه ارزښتناک ګوهر لرل وغواړي، کوم چې په دنیا او آخرت کې لویه بریا ورته ویل کېدای شي، هغه نو بیا هغه مهال دی چې لوی او مهربان پالونکي ته له لوړې او پاکې مینې په ډک درناوي او رېښتینولئ مخ په ځمکه کېښودل شي.

لیکوال: اتل مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x