د سمارټ فون زیات استعمال مو ژر زړوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۵مه ۱۳۹۴ل): د سمارټ فون زیات استعمال نه یوازې دا چې د څیرې جذابیت له منځه وړي بلکه انسان د پوټکي په مختلفو ناروغیو هم اخته کوي.

د سمارټ فون زیات استعمال په انسان کې د مختلفو روغتیايي نارغیو لکه سر درد، د غاړې درد، د سترګو سوۍ او ملا درد لامل ګرځي.

د پوټکي ناروغیو متخصصینو په وینا هغه خلک په تیره بیا ښځینه چې د ورځې له دوه ساعتونو څخه زیات سمارټ فون یا ټبلېټ استعمالوي د پوټکي په مختلفو ناروغیو اخته کیږي.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا د اوږدې مودې لپاره د سمارټ فون استعمال د غاړې په عضلاتو فشار واردوي د کوم له امله چې انسان د غاړې په ځینې ناروغیو اخته کیږي او په دې ډول له وخت مخکې ستاسې غاړه او څیره زړیږي.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا د پورتینو روغتیايي ستونزو څخه خلاصون لپاره باید د سمارټ فون یا ټبلېټ له پرلپسې او دوامداره استعمال څخه مخنیوی وشي او له لږ ځنډ وروسته د غاړې ورزش وشي.

په سمارټ فون د پیغامونو استولو لپاره کوښښ وکړئ خپل سمارټ فون د لاسونو په وسیله اوچت ونیسئ تر څو د غاړې ښکته کولو اړتیا پیدا نه شي.

باید کوښښ وشي چې سمارټ فون څیرې ته ډیر نژدې نه وي ځکه چې د سمارټ فون څخه وتونکي رڼا او مختلفې شعاعګانې انسان د پوټکي په مختلفو ناروغیو اخته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د روغتیايي برخې څیړونکو او کارپوهانو ویلي وو چې د سمارټ فون پرلپسې او زیات استعمال انسان د سترګو په مختلفو ناروغیو اخته کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د