fbpx

نابغه او جرابه ـ طنز

ژباړن : عطا محمد میاخېل
کله چې د ریاضي نابغه له خپلو همکارانو سره د کوټې دروازې ته ورسېده، ناڅاپه یې په هغې خیرنې جرابې سترګې ولګېدې، کومه چې پوړۍ ته څېرمه په وچو وښو کې پرته وه. څوشېبې ورته ودرېد او په ځیر ځیر یې ور وکتل، په ناڅاپي ډول یې په خپلو همکارانو امر وکړ: جرابه را پورته کړئ !
مخاطب نابغه ته وکتل او پرته له ځنډه یې ترې وپوښتل :

ـــ څه شی ؟
ـــ ورک شه ومې ویل جرابه را واخله .
ـــ په سترګو صېب .
د ښاغلي نابغه همکار جرابه په دې موخه له ځمکې را پورته کړه، چې ګنې هغه لرې غورځوي، هغه یې لرې وغورځوله .
ـــ خبیثه ! دا مې نه و، ویلي، چې لرې یې وغورځوه .
ـــ صېب بېخي ډېره ککړه وه، سوري هم پکې جوړ شوي وو، له ځمکې څخه د پورته کولو ارزښت یې نه درلوده .
ـــ داسې ښکاري، چې ته یو ډېر خبیث او بې عقل سړی یې، ما داسې نه و، ویلي چې جرابه د اغوستلو په موخه له ځمکې را پورته کړه، بلکې ما غوښتل، چې د ریاضي د مختلفو معادلو په مرسته یې د اصلي څښتن هویت معلوم کړم .

په دې وخت کې د نابغه د همکار سر خلاص شو، په بیړه یې د جرابې په لور منډې کړې او د ګوتو په څوکه یې له ځمکې را پورته کړه، دا چې له ځانه یې لرې نیولې وه، د نورو په همغږۍ د ښاغلي نابغه کوټې ته ننوت .

د ریاضي نابغه په خپل دفتر کې ناست و، همکاران یې د ده د مېز په وړاندې ودرېدل ، له ډېرې وېرې یې سترګې هم نه شوې رپولای او یوازې دې ته انتظار ول، چې نابغه به څه امر کوي ؟

نابغه یوه شېبه د سوچونو او فکرونو په سمندر لاهو شو، وروسته یې قلم او کاغذ را واخیست، د کاغذ پرمخ یې څو معادلې، چې پرته له ده هیڅوک نه پرې پوهېدل ولیکلې . داچې سر یې ټیټ نیولی وو، پوښتنه یې وکړه :

ـــ د جرابې رنګ ؟
هیچا ځواب ورنه کړ .
ـــ ومې ویل د جرابې رنګ ؟
ـــ صېب ! دا جرابه دومره ککړه ده، چې رنګ یې هم نه ښکاري .
ـــ ومې ویل، چې بې عقلان یاستئ، ووایئ چې هو یاستو. ما نه دي ویلي، چې د جرابې اصلي رنګ څه ډول دی، ومې ویل، چې اوسنی رنګ یې څه ډول دی ؟
ـــ صېب خاورین ژېړ ته ورته .
هغه د کاغذ پرمخ ولیکل خاورین ژېړ ته ورته .
ـــ اندازه ؟
ـــ یو نیم جیب .
جنس ؟
ـــ ظاهراً وړین .
ـــ ولې ظاهراً ؟
ـــ ځکه چې ډېره خیرنه ده او څوک نه پوهېږي، چې وړینه، نخي او یاهم نیلوني ده .
ـــ ښه نو اوس څه ولیکم ؟

خاموشي خپره شوه او هیچا ځواب ورنه کړ .

ـــ ومې ویل چې تاسو بې شعوره یاستئ، ووایئ چې هو .
خاموشي دوام پیدا کړ او هیچا هېڅ ونه ویل .
ـــ ښه نو چې جنس یې نه تشخصېږي، ولې نه وایئ، چې وړینه، نخي او یا هم نیلوني ؟
هغه دا خبرې وکړې او پرکاغذ یې ولیکل وړینه، نخي، نیلوني .
ـــ صېب هغه په بهر کې یو ځانګړی لابراتوار لري، چې کولای شي د جنونو د جلا کولو په مرسته د دې جرابې اصلي څښتن معلوم کړي، مګر تاسو …….
ـــ غلی شه بې شعوره ! دوه کاله کېږي، چې زما ډوډۍ خورې، د پردیو په څېر پر ما باندې پټکې کوې، احمقه ، بې عقله ، ما ترې دې دمه د ځانګړو معادلو په مرسته زرګونه وړاند وینې کړې دي او ته بې عقل له ټولو سترګې پټوې .
ـــ صېب خبره دې زما او ستا ترمنځ وي ! په خدای (ج) مې دې قسم وي، تر دې دمه چې تا کومې وړاندې وینې کړې دي یوه یې هم نه ده رښتیا شوې، هسې موږ ته ځان پړسوې .

چپ شه بې عقله ! واخله دا جرابه بوی کړه، غواړم چې د بوی ډول یې ولیکم .

ـــ څه ؟
ـــ ومې ویل جرابه بوی کړه .
هغه جرابه بوی کړه، مګر پوزې ته یې لا نه وه نیږدې کړې، چې پرځمکه را پرېوت او بې هوښه شو .
ـــ ولې پر ځمکه را پرېوت ؟
ـــ صېب ! د جرابې د بوې له امله بې هوښه شو .
ـــ خیر دی په هوښ به راشی، واخله ته یې بوی کړه .

دا بل کس هم د جرابې د بویولو له امله بې هوښه شو، پر ځمکه را پرېوت او په دې ډول شاوخوا ټول کسان د جرابې د بویولو له امله بې هوښه شول .

نابغه ولیدل، چې وروستی کس هم بې هوښه شو، نو زنګ یې وواهه، شېبه وروسته قلندر بابا د هغه د مېز په وړاندې ودرېد، نابغه ورته وویل :

ـــ قلندر بابا! کله چې نن موږ د کوټې په لور راتلو، نو یوه جرابه مو ومونده، د دې جرابې په لیدو مې وغوښتل، چې د ریاضي معادلو په مرسته یې اصلي څښتن پیدا کړم، مګر هر چا چې جرابه بویوله، نو بې هوښه کېده، کله چې ما بوی کړه، پر ما هېڅ ونه شول .
ـــ صېب ! باید پرتا څه ونه شي، ځکه چې دا جرابه ستا وه، چې څو ورځې مخکې ما لرې غورځولې وه .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د