
جبهة النصرې د «جسر الشغور» ستراتيژیک ښار نیولی
نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۵مه ۱۳۹۴ل): سوریه کې د بشار الاسد د رژیم ضد اسلامي جهادي ډلې جبهة النصره د ادلب ولایت ستراتيژیکي ښار «جسر الشغور» ته ننوتي او د ښار ډیری برخی يې نیولي دي.
د راپورونو له مخې د رژیم مخالفین د ښار دننه ګزمې کوي او خپل بیرغونه پرې رپوي. جسرالشغور ستراتيژيکي ښار د لاذقیه ولایت ته لاره پرانیزي چېرې چې بشار الاسد زیات شمېر پلویان لري.
د الجزیرې خبریال وايي چې «جیش الفتح» په نوم د بشار الاسد د رژیم مخالفینو یوې ډلې د ښار دننه بیرغونه پورته کړي او داسې ښکاري چې بشار د ښار ډیری سیمې د لاسه ورکړي دي.
خو په سوریه کې د انساني حقونو څارونکي بیا وايي چې جبهة النصره او کتائب اسلامیه ډلې نن جسر الشغور ښار ته ننوتي دي. هغوی وايي چې دوی د پنجشنبې د ورځې راهیسې پرلپسې سختې جګړې وکړې او ددغو جګړو په ترڅ کې یې د ښار ډيری سیمې ونیولې او د بشار الاسد ځواکونه ترې وتښتېدل.
د بشار الاسد د رژیم مخالفینو د اپریل د میاشتې په ۲۲مه اعلان وکړ چې د «مرستې جګړې» په نوم عملیات یې د «جسر الشغور» د نیولو لپاره پیل کړي دي.
الجزیره تلویزون راپور کاږي چې د جسر الشغور ښار د نیولو وروسته د بشار الاسد رژيم د لاذقیه او «جسر الشغور» تر منځ لویې لارې د لاسه ورکړي او له همدې کبله یې په مخالفینو کیمیاوي موادو څخه ډک بمونه استعمال کړي دي.
دا په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې جبهة النصرې د «یرموک» ستراتيژیکه سیمه ونیوله. «يرموک» د فلسطیني مهاجرینو میشتنځای دی او پلازمېنې دمشق سره په دوه کیلومترۍ کې پروت دی.
د جبهة النصرې په ځای که لیکل شوي وای النصرة جبهې پلانی ښار ونیو فکر کوم شه به وای هسې یوه مشوره ده