نړۍ

نيپال او هند کې زلزلو له يونيم سلو زيات کسان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۵مه ۱۳۹۴ل): نيپال او هند کې درنو زلزلو له ۱۵۰ زيات کسان وژلي او ګڼ شمېر يې ورک دي.

نيپالي چارواکي وايي، چې د زلزلې له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې د دقيقو شمېرو څېړنه يې پيل کړې ده.

ټولنيزو شبکو کې د نړيدلو لوړپوړيزو ودانيو او مندرونو انځورونه خپاره شوي دي.
د امريکا ځمکپوهنې اداره وايي، چې د زلزلې سرعت۷،۹ درجې و او مرکز يې د نيپال مرکز کټمنډو سويلي ولسوالۍ کاسکي څخه اتيا کيلومتره لرې و.

د نيپال نړيوال هوايي ډګر پروازونه ځنډول شوي دي.

نيپالي رسنيو له خلکو غوښتنه کړې، چې له خپلو کورونو د باندې و اوسيږي، ځکه چې د نورې زلزلې امکان هم شته.

بل پلو هندي چارواکي هم وايي، چې پلازمېنه ډيلي او نيپال ته څېرمه هندي ايالتونو کې دوه وارې زلزله راغلې، مګر د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه دقيقه شمېره نه ده په ډاګه شوې.

ډيلي کې خلک له لوړپوړيزو ودانيو راوتي دي او په ميدانونو او پارکونو کې ناست دي، مګر د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

هندي رسنۍ وايي، چې د بهار ايالت سيتا مړهي ولسوالۍ کې دوه تنه وژل شوي او د احتياطي تدابيرو له امله د سيمې پرېښنا قطع شوې ده.

د هندوستان صدر اعظم نريندرا مودي وايي، چې د پېښې په اړه يې پلټنه پيل کړې او هڅه کوي، چې نيپال او هند دواړو هېوادونو د پېښې قربانيانو سره مرستې وکړي او د سيمې نور کسان وژغوري.

د پاکستان ځمکپوهنې اداره وايي، چې ازاد کشمير، ګلګت بلستان، لاهور او پېښور کې هم د زلزلې جټکي احساس شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

هر چیری چه مظلوم او بی ګناه انسانانو ته مالی یا ځانی ستونزی رامخی ته کیږی ( مهمه نه ده که هغه طبیعی او که غیر طبیعی وی د منلو او هضمولو وړ نه ده ، د زړه له بیخه ورباندی خوابدی کیږو دعا کوو چه نوری داسی پیښی رامنځته نه شی ، د نیپال خلکو سره دی الله ج مرسته وکړی او زمونږ د افغانستان دمظلوم اولس سره چه د ملی او بین المللی مافیه له خوا شبه او ورځ په شهادت رسیږی ، په نیپال کی خو یو ه زلزله وه تیره شوه د نړی ډیر هیوادونه به… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x