افغانستان

ایساف: په ختیځ کې یوه هلیکوپتر الوتکه را غورځیدلې

crashed halicapterنن ټکی آسیا: نن د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې د بهرنیانو یو الوتکه را وغورځیده.
په کابل کې د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چي نن د افغانستان په ختیځه برخه کې د ایساف یوه هلیکوپتر الوتکه را وغورځیده، چي له کبله يې چاته مرګ ژوبله نه ده رسیدلې.
په خبرپاڼه کي راغلي چي به هلیکوپتر کې سپاره کسان ټوله په خوندي توګه د ایساف تر مرکزه رسول شوي دي.

د خبرپاڼي له مخي د پيښي وروسته سیمه کلابنده شوې، او لومړی معلومات څرګنده وي، چي په سیمه کې د مخالفینو کوم ډول فعالیت نه دی لیدل شو، خو د هلیکوپتر د را غورځیدو په اړه پلټني رواني دي.
په خبرپاڼه کې د هلیکوپتر د راغورځیدو دقیق ځای نه دی ښودل شوی، او نه تر اوسه طالبانو کوم ډول راپور ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x