ورزش

«له تسیه» ته په فوټبال کې د وفادارۍ جایزه ورکول کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۵مه ۱۳۹۴ل): د فوټبال په نړۍ کې د اتلتیکو بیلبایو شخصي لوبډله غواړي داسې یوه غونډه جوړه کړي په کوم کې چې به هغو لوبغاړو ته چې ټول عمر يي یوازې یوې لوبډلې ته لوبه کړې یوه ځانګړې جایزه ورکړل شي.

د دغې شخصي لوبډلې لخوا جوړه شوې دغه غونډه به راتلونکی سه شنبې په ورځ ترسره شي. تمه ده چې د لوبو هر فصل په پای کې به یوه نارینه او یوې ښځینه لوبغاړي ته دغه جایزه ورکول کیږي.

دغې شخصي لوبډلې اعلان کړی چې یوازې د نورو لوبډلو لپاره لوبیدونکي لوبغاړو ته د وفادارۍ جایزه ورکوي او د اتلتیکو لوبډلې کې لوبیدونکي لوبغاړي د دغې جایزې ګټلو چانس نه لري.

د راپورونو پر بنسټ د وفادارۍ تر ټولو لومړنۍ جایزه به د ساوتهمپتن شخصي لوبډلې پیاوړی او تکړه لوبغاړی «له تسیه» ته ورکول کیږي.

«له تسیه» د فوټبال د نړۍ یو له پیاوړو لوبغاړو څخه دی چې خپل د ګول وهلو له امله نړیوال شهرت لري. نوموړی ساتهمپتن لوبډلې ته له ۱۶ کلنۍ څخه لوبې کړي.

«له تسیه» له ځوانۍ څخه تر دې مهاله یوازې ساوتهمپتن لوبډلې ته لوبې کړي چې له همدې امله به نوموړي ته د وفادارۍ جایزې لومړنۍ غونډې که د وفادارۍ جایزه ورکړل شي.

دغه لوبغاړی له ۱۹۸۶ز کال څخه دغې لوبډلې لپاره لوبې کړي او د ۲۰۰۲ز کال پورې يي د ساوتهمپتن لوبډلې لپاره ۲۱۰ ګولونه وهلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x