افغانستان

عبدالله عبدالله: حکومت له خبریالانو سر « وحشي» چلند کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۵مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت اجرايوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې د دوی حکومت له خبریالانو سره وحشیانه چلند کوي او خبریالانو ته يې کم پام کړی دی.

عبدالله عبدالله د « رسنۍ او د بدلو لسیزه» تر سرلیک لاندې د خبریالانو له لوري دوه ورځني جوړ شوي سیمینار ته وویل چې د دولتي چارواکو له لوري د خبریالانو ډبول، ګواښل او معلومات نه ورکول ټولې هغه ستونزې دي چې باید د رسنیو د قانون له مخې پرې غور وشي.

ډاکټر عبدالله عبدالله په داسې حال کې د دولت چلند « وحشیانه » بولي، چې په تېر لمریز کال کې هم د خبریالانو په وژنه، ګواښل او ډبولو کې دولت لومړی مقام درلود.

د ژورنالیستانو شورا څه موده وړاندې د خبریال د ورخې په پلمه  پخپله اعلامیه کې ويلي و چې  ۱۳۹۳ لمریز کال د ۱۳۹۲ لمریز کال په پرتله د خبریالانو لپاره له تاوتریخوالي ډک و، ځکه چې پکې ۶ تنه خبریالان وژل شوي، ۱۶ ټپیان شوي او ۱۷ د بېلابېلو لوریو له خوا موقتي نیول شوي دي.

د اعلاميې له مخې په ۱۳۹۲ کال کې له خبریالانو سره د زور زیاتې ۸۰ پېښې ثبت شوې وي، خو په ۱۳۹۳ کال کې ۱۰۳ پېښې ثبت شوې چې ډېرې يې د دولتي چارواکو له لوري دي.

د ګډ حکومت له پیل سره رسنۍ د دولت له لوري د « چوپتیا» پالیسي هم د رسنیو لپاره خواشينوونکې بولي او وايي چې د ګڼو پېښو په اړه دولتي لوری له رسنیو سره معلومات نه شريکوي.

د دوی په خبره د دې حکومت د دفاع وزارت پخواني ویاند ظاهر عظیمي یوازې د حکومت یوه خبره چې بهرنیانو ته يې د شپنيو عملیاتو اجازه ورکړې، له رسنیو سره شریکه کړه، خو عظیمې د تل لپاره د رسنیو له مخې لرې کړای شو.

ګډ حکومت وړاندې هم ويلي و، چې د امنیتي پېښو په اړه یوازې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویندویان د څرګندولو حق لري او د ولایاتو امنیه قومندانان یا يې هم ویندویان له رسنیو سره د پېښو په اړه د خبرو حق نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x