نظــر

د غرب تاریخي وحشتونه

نعمان منلي
دا انځور د 15 اکتوبر کال 1957م ده، په انځور کې یوه میرمن په پوځي موټر پسي په ځنځیر تړلې ده، دا میرمن څوک ده؟ دا پوځي موټر د چا دی؟ او دا کوم ځای دی؟ د دې پوښتنو ځوابونه هيښوونکي دي، د موجوده غربي نړۍ اصلي څیره ډېره خونړۍ او ويروونکې ده، د دوی تاریخ له وحشتونو او ترورزم ډک دی، فعلاً هم د نړۍ ټول وحشتونه د دوی له لاسه دي او د هر ځای ترورزم دوی کنټرولوي .

دا په پوځي موټر پسي تړلې میرمن زلیخة الشایب نومیږي د الجزائر اوسیدونکې وه او دا پیښه د فرانس له خوا د الجزائر د اشغال د مهال ده، دا میرمن د فرنسوي اشغال مخالفه وه کله چې فرنسوي ترورستانو او وحشیانو ونیوله ژوندۍ یې په موټر پوري وتړله، او په عام بازار کې یې موټر ګرځاوه.

فرنسویانو به چې دا په موټر پسي څکوله دا اعلان به یې کاوه: هر څوک چې د فرنسې مخالفت کوي سزا به یې دا وي، موږ په دې باره کې په هیچا هم رحم نه کوي که نر وي که ښځي، زلیخة الشایب پوره لس ورځي د الجزائر په مختلفو ښارونو کې په فرنسوي پوځي موټر پسي تړلې وڅکول شوه او په 25اکتوبر کال 1957 په مرمۍ وویشتل شوه او ووژل شوه.

د زلیخة الشایب جسد یې هم خپلوانو ته ور نکړ او پټه یې کوم ځای ښخه کړې وه په کال 1984م کې یوه بزګر په خپله ځمکه کې د مړي جسد وموند له پلټنو وروسته په ځیني خاصو نښو سره معلومه شوه چې دا د زلیخة الشایب جسد دی. او پخپله هدیره کې دفن کړل شوه، رحمه الله تعالی .

د غرب د تاریخي وحشتونو باب بیخي خوندي او هره کرښه یې د مظلومانو او مسلمانانو په وینو لژند ده، څوک چې د غرب په تالیو او نمک نه وي څرلي هغوی ته د غربي تاریخ د خونړيو بابونو پرانستل نه دي په کار ځکه په موجوده وخت کې پخپلو سترګو د غرب د وحشتونو شاهدان دي، البته ځیني خلک د غرب جادوګري ميډيا او د غربپالو سحر دوکه کړي دي هغوی ته په موجوده وخت کې د غرب وحشتونه انساني کارونه ښکاروي، او د غرب مخالفین تروریستان او غربیان د انسانیت علمبرداران بلل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

دا دښځو حقوق دی کنه غرب به یی ورکوی – مونږ خو بدوی خلک یو دوی متمدن خلک دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x