افغانستان

ولسي جرګه: په شمال کې د ولایاتو مرکزونه محاصره دي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۵مه، ۱۳۹۴ل): نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د هېواد د وروستیو نا امنیو په اړه د خبرو په ترڅ کې د ولسي جرګې مشر په ټينګار وویل چې په شمال کې ګڼ ولایتونه د طالبانو تر محاصرې لاندې دي.

عبدالروف ابراهیمي د طالبانو پرونیو بریدونو ته په اشارې وویل چې د هېواد په شمال کې اطراف بشپړ د طالبانو په لاس کې دی او په خبره يې د ولایتونو مرکزونه هم د دوی تر محاصرې لاندې دي.

طالبانو پرون د عزم په نوم نوي عملیات پیل کړل، چې په ټول هېواد کې يې د ۳۲۷ بریدونو خبر ورکړ، چې پکې يې د ګڼو پوستو د نیولو او لسګونو عسکرو د وژلو دعوه کړې وه.

عبدالروف ابراهیمي وايي په بدخشان، کندوز، تخار او بادغیس کې وروستیو بریدونو ته په اشارې وويل، چې که دا ډول دوام وکړي نو « په اوه یا لس ورځې کې به موږ خدای مه کړه د دې شاهدان یو، چې د هېواد لوی ښارونه یو په بل پسې سقوط وکړي.»

د وري د میاشتې په وروستیو کې شمالي ولایت بدخشان د سختو جګړو شاهد و، چې پکې لسګونه عسکر مړه، ژوبل او لادرکه شول.
د وري د میاشتې په وروستیو کې شمالي ولایت بدخشان د سختو جګړو شاهد و، چې پکې لسګونه عسکر مړه، ژوبل او لادرکه شول.

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازیو هم په دې ولایت کې د طالبانو د پراخ بریدونو په اړه اندېښنه وښوده او په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازې شکريې پیکان وویل چې دغه ولایت تل د بریدونو شاهد وي، د دې په خبره د دې ولایت سقوط د هېواد د شمال سقوط دی.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې چې د وروستیو نا امنیو په تېره بیا د طالبانو د نويو عملیاتو د لومړۍ ورځې په پېښو خبرې کېدي، په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي رمضان بشردوست وویل چې د «ع، غ» حکومت سترګې له حقایقو کږې دي.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي ويلي و، چې د طالبانو په وړاندې افغان عسکر د مقاومت وړتیا لري او په خبره يې ده ورته امر کړی چې طالب له خاورو سره خاوري کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
rehmat jan

داسی پیشرونه به دوی دیر ووهی خویادساتی سی اولس سه کولای سی ددنیاسپرطاقت یی نسی کولای نصرت به الله جل جلاله مجاهدینوته ورکوی خوهمکاری داولس شرط ده نوداخوشکاره خبره ده اوعلومی ته هم معلومه ده سی اولس له طالبانوسره ده نوددی په زای سی طالب له خاوروسره برابرکی داوزارت دی پریدی تردی به عزتمندسی کنه بیره یی غرقه ده

طوفان طوطاخیل

واه دې ته نو وایې عزم ، اللهم بانتظارنصرک المزید، له الاماره ویب پاڼي نه …………………………….. عـــــــــــــــــــــزم: دکندز په مرکز کې د دښمن ۲۱ پوستې فتحه، ۴ټانکونه او ۵۵ اربکیان ونیول شول، په لسهاوو تنه مړه او ژوبل دي نن ناوخته د عزم الهام بښونکو عملیاتو په دوهمه ورځ د کندز ولایت په بیلابیلو سیمو کې د دښمن په مراکزو، پوستو، قرارګاوو او قطارونه ګڼ بریدونه ترسره شول. د دغو بریدونو په لړ کې نن ناوخته د کندز مرکز اړوند دګورتيپې په مربوطاتو کې د دښمن ۲۱ پوستې مکملې فتحه شوې، ۴ ټانکونه، یو رینجر موتر او یوسراچه موټر، له… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x