
ننګرهار: د پرلپسې چاودونو غږونه واورېدل شول
نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۵مه، ۱۳۹۴ل): همدا اوس د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د پرلپسې چاودنو غږونه واورېدل شول.
سيمې ته نږدې اوسېدونکي وايي چې تر اوسه يې د څلورو چاودنو غږونه اورېدلي، چې هوايي ډګر ته څېرمې شوې دي.
دوی وايي چې یوازې د پولیسو د موټر غږونه اورېدل کېږي خو د پېښې کره جزييات تر اوسه نه دي ترلاسه شوي.
د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو تر اوسه کومې څرګندونې نه دي کړې.
د معلوماتو لپاره نن ټکی اسیا څارئ!