افغانستان

د جنرال رازق مرستيال ووژل شو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي ۶مه، ۱۳۹۴): د کندهار د امنیه قومندان جنرال رازق مرستيال د طالبانو په برید کې له منځه لاړ.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د جنرال رازق مرسيتال اسد د زابل په شاجوی کې د دوی پر خښ کړل شوي ماین ور برابر او ځای پر ځای ووژل شو.

رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې طالبانو ویلي چې د رازق مرستيال يې پرون – شنبه – د عزم عملياتو په دویمه ورځ د شاجوی په دوتاڼي چمبر سیمه کې له منځه یووړ.

د جنرال رازق د مرستيال اسد جنازه پرون ماسپښين په سپین بولد کې ترسره شوه او همالته خاورو ته وسپارل شو.

ویل کېږي اسد چې د رازق په جرمونو کې پوره شريک و، د سپین بولدک د حاجي لالا د کلي اوسېدونکی و، چې همالته دفن شو.

جنرال رازق له خپلو ملګرو سره د غزني په مقر، ګیلان او ناوه ولسوالي کې هم د دولت له لوري د خنجر په نوم په پیل شويو عملیاتو کې برخه وال و، چې مرستيال يې د زابل په شاجوی کې له لاسه ورکړ.

اسد چې د رازق له نږدې کسانو نه ګڼل کېده، له نوموړي سره نږدې په هره کړنه کې شریک بلل شوی دی.

د تېر لمریز کال د سنبلې د میاشتې په وروستۍ ورځ د کندهار په مرکزي زندان کې لسګونه زندانیان د اسد او رازق له لوري په ګډه مسمو شول، چې توند غبرګونونه يې را وپارول.

ياده دې وي دولت د رسنیو په وړاندې د « چوپتيا» پالیسۍ له مخې د رازق د مرستیال د وژل کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدی

د نن ټکی اسیا ته:
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته:

با ید جنرال عبد ارازق نوم ( جنرال رازق ) ونه لیکل شی ځکه چه رازق د الله جل جلاله یو صفت ده.

مننه

hikmat

الله دي رازق هم داسي فري ور برابر كڑي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x