افغانستان

کندوز مرکز کې طالبانو ۲۱ پوستې له منځه وړې او ۵۵ اربکيان يې ژوندي نيولي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۵مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو پخپله دوه ورځنۍ جګړه کې د کندوز په مرکز کې ۲۱ پوستې له منځه وړې او ۵۵ اربکيان يې ژوندي نیولي.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د کندوز مرکز په ګورتيپه سیمه کې له پرون راهیسې تر نن ماښامه پورې یاد شمېر پوستې او اربکیان نیولي او لسګونه تنه نور يې د قومندانانو په ګډون وژلي دي.

د خبرپاڼې له مخې په یاده سیمه کې لا هم جګړه دوام لري او په خبره يې تر سهاره به دوی نور هم پرمختګ وکړي.

طالبان په داسې حال کې د کندوز مرکز ته څېرمه دولت ته د رنو تلفاتو ور اړلو خبر خپروي، چې نن هم د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې په شمال کې د طالبانو پرمختګ د بحث موضوع وه.

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازیو هم په دې ولایت کې د طالبانو د پراخ بریدونو په اړه اندېښنه وښوده او په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازې شکريې پیکان وویل چې دغه ولایت تل د بریدونو شاهد وي، د دې په خبره د دې ولایت سقوط د هېواد د شمال سقوط دی.

طالبان وړاندې زياتوي: «د ګورتيپې په مربوطاتو کې د دښمن ۲۱ پوستې مکملې فتحه شوې، ۴ ټانکونه، یو رینجر موتر او یوسراچه موټر، له سل میله ډيره سپکه او درنه وسله، په زرهاوو مرمۍ او ګڼ نور مهمات له دښمن څخه په غنیمت ونیول شول.»
طالبانو په ګورتيپه سربېره د کندوز په مرکز کې د توبره کش سیمه کې هم د یوې پوستې د نیولو دعوه کړې او ويلي يې دي چې دغه پوسته د قومندان «نیازمحمد سرسفيد» په پوسته مشهوره وه « له لږ مقاومت وروسته پوسته ونیول شوه، وسلې ترې غنیمت شوې او ودانۍ ویجاړه کړل شوه.»

دولتي سرچينو تر اوسه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x