په ګونتنامو کې دطالبانو دپنځوبندي مشرانو عکسونه خپاره شول
نړیوالو رسنیو دهغو پنځو بندي طالب مشرانو عکسونه خپاره کړل چې تقریبا له نهه کالو راهیسې دګونتنامو په امریکایی زندان کې بندیان دي ، دامریکا حکومت دطالبانو دپنځو لوړ پوړو چارواکو، ملا محمد فاضل، ملا نورالله نوري ، ملا خیرالله خیرخواه، ملا عبدالحق وثیق او محمد نبي عمري پرخلاصولو غور کوي
دامریکا مشهورې ورځ پاڼې نیویارک ټایمز دیادو پنځو طالب مشرانو عکسونه موندلي او دهغوي د دوسیو په اړه یې جزیات ترلاسه کړي دي
ملا محمدفاضل اخند دطالبانو داسلامي امارت دواکمنۍ پرمهال ددفاع وزارت په چوکاټ کې لوي درستیز
ملا نورالله نوري دشمال زون تنظیمه رئیس او بلخ والي
ملا خیرالله خیرخواه دکورنیو چارو وزیر
ملا عبدالحق وثیق داستخباراتو دلوي ریاست مرستیال
ملا محمد نبي عمري دخوست ولایت اوسیدونکی