نړۍ

د نیپال د زلزلې د قربانیانو شمېر ۱۵۰۰ ته لوړ شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي۶مه ۱۳۹۴ل): د نيپال څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې د شنبې د ورځې د سختې زلزلزلې له کبله د وژل شوو کسانو شمېر تر ۱۵۰۰ پورته شو او اندېښنه شته چې تر دې هم لوړ شي.

د ریختر په کچه ددغې سختې زلزلې تېزوالی ۷.۸ ښودل شوی دی مرکز یې د پوکارا ختیځ ۸۰ کیلومترۍ سره د کڼمندو لوېدیځ ښودل شوی.

د زلزلې ټکان په ګاونډیو هېوادونو هند، بنګلادیش او پاکستان کې هم محسوس شوي دي.

د نيپال د پولیسو یو ویاند ویلي چې تر دې دمه دوی ته د هېواد د بېلابېلو سیمو څخه د ۱۰۰۰ پورته کسانو د وژنې خبر ورکړل شوی دی.فوٹو—اے ایف پی

په پلازمېنه کټمنډو کې ځايي خلکو کوښښ پیل کړی چې د تباه شوو ودانیو د
کنډوالو څخه کسان راوباسي.

د رویټرز خبري اژانس راپور وايي چې د تلفاتو د زیاتیدو اندېښنه شته دی. د راپور له مخې د کټمندو زیاتره ودانۍ له پخوا خرابې وې، ښار کې ډيره ګڼه ګوڼه ده، هر کور کې ډير خلک اوسیږي.فوٹو— رائٹرز

په ۱۹۳۴ز کال کې په نيپال د ریختر په کچه ۸.۳ زلزلزله شوې وه چې له کبله یې ۱۰زره کسان وژل شوي وو.

د زلزلې له کبله د کټمندو هوايي ډګر هم زیانمن شوی دی او له همدې کبله د الوتنو پر مخ تړل شوی دی.

د نيپال ملي رادیو له خلکو غوښتنه کړې چې د کورونو څخه بهر ووسیږي ځکه د زلزلې د نورو ټکانونو اندېښنه شته دی.

پر نیپال سربېره هند کې هم د سختې زلزلې له کبله ځاني او مالي تاون اوښتو په تړاو رپوټونه خپاره شوي دي.

هندي دولتي سرچېنې وايي چې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي. همدا راز په بنګلادیش کې هم د زلزلزلې له کبله یو شمېر کسان وژل شوي دي.فوٹو—اے ایف پی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x