
د روزګان امنيه قوماندان په وسله وال بريد کې ووژل شو
نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي ۶مه ۱۳۹۴ل): د روزګان سرپرست امنيه قوماندان سمونوال ګلاب خان تېره شپه په يو وسله وال بريد کې ووژل شو.
د روزګان امنيتي چارواکي وايي، چې سمونوال ګلاب خان تېره شپه د امنيتي پوستو د ليدو په موخه وتلی و، چې د دهراود پر لويه لار سره خوم سيمه کې پرې ډزې وشوې او نوموړی يې ځای پر ځای وواژه.
د روزګان مرکز ترينکوټ ښار د اولې امنيتي حوزې آمر ګل اغا وايي، چې داسې شک کيږي، چې ګلاب خان د خپلو ساتونکو له لوري وژل شوی دی.
د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.
د يادونې وړ ده، چې تېره مياشت د روزګان د پوليسو يو بل مشر مطيع الله خان هم په کابل کې وژل شوی و.