افغانستان یا د مخابراتی څپو تنور

antennaچارواکو! مه پریږدۍ چه زمونږ هیواد د خطرناکو وړانګو په تنور بدل شي

د ګرځنده ټیلیفونونو (مبایل) الیکترومګنیتیکي څپی د یوه چاړه مثال لري چه هم پری یوه مڼه سپینیږی او که ناوړه استعفاده تری وشي نو یو څوک پری ژوبلیدلای هم شي.
د ګرځنده ټیلیفونو د څپو د ضرر په هکله په نړۍ کی ډیری څیړنی شوي دی او لا هم روانی دي او څیړونکی داسی نهایی فیصلی ته نه دی رسیدلي چه وووایی چه د مبایل څپی ۱۰۰٪ متضرری نه دي او دا هم نه شی ویلی چه  ۱۰۰٪ متضرری دي.

 مګر یو شی چه ټولو څیړونکو پری موافقه کړی ده هغه دا ده چه که د نړیوال سټندرد نه بهر د ګرځنده تیلیفونو څپی خپری شی نو انسانان متضرره کولای شی.
لکه څنکه چه زمونږ د هیواد په اقتصادی رشد کی مخابراتی خدماتو او په راس کی یی د ګرځنده تیلیفونو حصوصی سکتور مهم رول لوبولی دی او د ګرځنده تیلیفونو انتنونه ورځ تر بلی زیاتیږی چه نن یی تعداد تر ۴۰۰۰ فعالو انتنونو پوری رسي، نو په همدی ډول د نړیوال معیارونو او ستندرد نه علاوه د دغو انتنونو فعالول هم په محیط او هم په صحت منفی اثرات درلودلای شي.
ددی لپاره چه زمونږ د ډیرو هیوادوالو په ذهنونو کی د ګرځنده تیلیفونو د څپو د ضرر په هکله سوالونه پیدا کیږی نو ومی پتیله چه خپلو هیوادوالو ته لاندینی معلومات وړاندی کړم.
د صوت او ډاټا (فایل، ایس ایم ایس مسیجونه، انټرنیټ) د یو ځای څخه بل ځای ته د انتقال یوه ذریعه د مایکرو ویو (زروی څپی) پواسطه ده. دغه مایکرو ویو همدغه مایکرو ویو دي چه د پخلی په تنور (مایکرو ویو آون) کی د خوړو په ګرمولو او پخولو کی تری استعفاده کیږی. چه البته فرق یی دا دی چه په پخلی تنور کی په زیاته انداره او په مخابراتی اړیکو کی په لږه اندازه تری استعفاده کیږي.
نو معلومه خبره ده چه کله هم د مخابراتی څپو د میکروویوز اندازه زیاته شوه نو د انسانانو د جسم په حجرو اثر کوی او د جسم حجری پخوی چه په نتیجه کی د جسم حجری متضرره کیږی او د کنسر یا سرطان د ناروغۍ سبب ګرځي.
دا څپی نه یوازی چه په انسانانو منفی اغیزه لري بلکه په حیواناتو او پرنده ګانو هم منفی اغیزه لري چه په دی اړه هم  جلا بحث او ځیړنی پری شوی دي.
د بیلګي په توګه د دغو څپو اثر په شاتو مچیو په لاندی انګلیسی متن کی یی لیدلای شۍ چه د امریکی مشهوره تیلویزیونی چینل سي این این په تیر عیسوی کال کی د جون په دیرشتمه خپور کړی دی.
http://articles.cnn.com/2010-06-30/world/bee.decline.mobile.phones_1_bee-populations-cell-phone-radiation-ofcom?_s=PM:WORLD
د دغو الکترومګنیتیکی څپو د څیړنی او تحقیق لپاره دوه نړیوالی اداری موجودی دي. چه یوه یی IEEE/ANSI  او بله یی ICNIRP (انټرنشنل کونسل فور نان آیونایزینګ راډییشن پروټیکشن) نومیږی، او دواړو ادارو په دی اړه ډیری څیړنی کړی دي او پدی اړه یی ستندردونه جوړ کړی او سپارښتنی یی کړي دي.
 دواړو ادارو په احتیاط سره د الکترو مګنیتیکی وړانګو د خپرولو او ددغو وړانګو لپاره یو حد ټاکلی دی. چه اکثره هیوادونه یو د دغو پورتنیو دوو ادارو سپارښتنی عملی کوي. د امریکی د متحده آیالاتو د (PRCN) نیشنل کونسل اف رډییشن انډ پروټیکشن هم په دی اړه زیاتی پلټنی کړی دي او زیات سپارښتنی لري.
سره د دی چه ګرځنده تیلیفونونه بی شماره فایدی لری ددی سره سره د  ګرځنده تیلیفونو منفی اغیزی په لاندی ۲ برخو جلا جلا تشریح کولای شو.
۱ د ګرځنده تیلیفونو د انتنونو اغیز پر محیط:
ګڼو انتنونوزمونږ د هیواد ښارونه بد رنکه کړی دي او د انتنونو د ځنګل پشان په هر ځای کی ولاړ دي او د هر انتن تر څنګ جنراتورونه ۲۴ ساعته چالان دي، چه هر جنراتور په سلګونو لیتره تیل په ۲۴ ساعتونو کی سوځوی او زمونږ د هیواد دښارونو هوا یی ککړه کړی ده. پکار دا وه چه یو انتن په هر ځای کی شریک وای مګر اوس په هر څای کی ۵ انتنونه د پنځو شرکتونو لخوا جلا جلا جوړ شوی دي نو تاسی حساب وکړۍ چه څومره د هوا د ککړتیا سبب ګرځي.
۲ د ګرزنده تیلیفونو د انتنونو اغیز پر صحت:
په مترقی نړۍ کی چه عوام یی د ټکنالوژۍ سره پوره اشنایی لری او د مثبت اړخ تر څنګ یی په منفی اغیزه هم پوهیږی نو د صحت مسله یی همیشه د خپلو اړونده دولتی ادارو او مخابراتی شرکتونو سره تر بحث لاندی نیولی ده او اړونده اداری یی اړ ایستي چه د پوره اطمنان لپاره ټیسټونه او لازم اقدامات تر سره کړي.
د صوت او ډاټا د انتقال لپاره د الیکترومګنیتیکی څپو څخه د ګرځنده ټیلیفونو په تکنالوزۍ کی استفاده کیږی، او دغه الیکترو مګنیتیکی څپي د ګرڅنده تیلیفونو د شبکو د انتنونو او د ګرځنده تیلیفون د سیټ تر منځ د فریکوینسی موډیلیشن او یا امپلیچیوډ موډلیشن په واسطه ارتیاط او د صوت او ډاټا د انتقال رول لوبوي.
په یو مخابراتی ټاور کی اکثره دری ګروپه جی ایس ایم انتنونه موجود وی، او هر ګروپ یی بیا دری انتنونه لري چه دوه له دوی څخه (رسیور انټینا) سیګنل او د صوت او ډاټا انتقال د مبایل یا ګرځنده ټیلیفون د سیټ څخه تر لاسه کوي، او دریم انتن (ټرانسمیټر انټینا) د ګرځنده تیلیفون د انتن څخه د مبایل سیټ ته د صوت او ډاټا او سیګنلی انتقالوي.
په هر مخابراتی ټاور کی د الیکترو مګنیتیک رډییشن د انتنونو د راډیوی چینلونو (ټرانسمیټرز) او د دغو راډیوی چینلونو د انتقال پاور (PRE) یا توانایی پوری اړه لري.
مثلآ په یو سکتوری (ګروپ بندی شوي) انتن کی ۲۱ راډیوی چینلونه په هر ګروپ کی لري او یو سکتوری انتن دری ګروپه لري، نو جمعآ ۶۳  راډیوی چینلونه شول. او په اومنی (بی سکتوره) انتنونو کی ۹۶ راډیوی چینلونه وي او د دغو هر یو ریډیوی چینل توانایی ده چه باید دولت او مخابراتی شرکتونه یی تر غور لاندی ونیسی ځکه چه دا ټول سره جمع کیږی او که د نړیوال ستندرد څخه زیات شی نو پر انسان منفی اغیزه کوي.
د انتنونو د څپو توانایی یا (PRE ایفیکتیف رډیاټینګ پاور) په واټ سره ښودل کیږی او د یو بیس ستیشن انتن ۲۰-۳۰ واټ ټرانسمیټر د ۵۰ نه نیولی آن بیا تر ۱۰۰۰ واټو پوری PRE تولیدولای شي. او دغه PRE د انسان حجری متضرره کولای شي.
د یو انټن د څپو د قدرت غلظت (پاور ډینسیټي) د دغه انتن د څپو قدرت په یوه منطقی څخه عبارت دی چه په میلی واټ (۰.۰۰۱) پر سانتی میتر مربع یا مایکرو واټ (۰.۰۰۰۰۰۱) پر سانتی میټر مربع ښودل کیږی.
د ګرځنده تیلیفونو د انتنونو راډیوی څپی د ټیټ ګاین انټن چه ۱۵ متره لوړ نصب وی په لاندی ډول ښودلای شو.mokhabrat2

په پورتنی شکل کی معلومیږی چه د انتن د څپو څخه تر ټولو محفوظ ځای د ټاور لاندی ځای دی او یا ۱۰۰ متره وړاندی ځای دی چه په دغو څایو کی څپه کوچنۍ وی، خو د ۱۰۰ مترو نه لیری بیا بله څپه شروع کیږی او بیا د ۲۰۰ متره وړاندی ځای محفوظ ځای دی او په همدی ترتیب ۳۰۰ او ۴۰۰ او نور.
که پورتنی جمله خلاصه کړم نو ویلای شم چه د څپی د شروع او ختم ځای ډیر محفوظ ځایونه دي.

د ګرځنده تیلیفونو د انتنونو راډیوی څپی د لوړ ګاین انټن چه د۱۳ متره لوړ تعمیر د بام په سر په ۲ متره پایه نصب وی په لاندی ډول ښودلای شو.
 mokhabrat

د ګرځنده تیلیفونو د څپو په هکله د EEIE/ANSI اداره وایی چه که چیرته انسان د۰،۵۷ میلی واټ پر سانتی متر مربع نه زیات وړانګو ته ښکاره شي نو د انسان وجود د RAS (سپیسیفیک ابزورپشن ریټ) حد ته رسی او د ګرځنده تیلیفونو وړانګي د انسان په وجود کی جزبیږی او انسان متضرره کیدلای شي.
 mokhabrat1

په افغانستان کی د ګرځنده تیلیفونو د جي ایس ایم انتنونو لپاره زما سپارښتنی چه په نړیوال ستندرد برابری دي په لاندی ډول دي:
۱ د ګرځنده ټیلیفونو انټنونه باید د انسان د سر څخه ۸ متره لوړ نصب وي ( په افغانستان کی ډیر داسی شته چه انټنونه یی د بام په سر یو متر لوړلکولی او خلک یی پر مخ کرځی).
۲ دګرځنده ټیلیفونو انټنونه باید د نژدی لوړ تعمیر ته مخامخ نصب نه شي څکه د هغه نژدی تعمیر اوسیدونکی متضرره کولای شي.
۳ د یوه تعمیر د بام پر سر او په ټیټه ارتفاع ډیر انتنونه باید نصب نه شی، په داسی حال کی چه د بام په سر خلک دریږی او یا ګرځي.
۴ په هغه ساختمانونو کی چه کارګران کار کوی او کله نا کله کارګران مجبور وی چه د انټنونو خواته د کار لپاره لاړ شي نو په دغه شان ځایونو کی باید انټنونه نصب نه شي.
۵ مخابراتی ټاوری باید د یو ساختمان تعمیر  خواته نژدی او د تعمیر نه ټیټ جوړ نه شي ځکه د ټیټ ټاور د انتنونو څپی د تعمیر خلک متضرره کولای شي.
۶ انټنونه دی باید د ICNIRP د نړیوالی اداری د ۱۹۹۸میلادی کال د انیکس ای (ْضمیمه ای) د مقرراتو مطابق عیار کړل شي.
۷ د مخابراتو د وزارت د اترا اداره دی باید یقینی کړی چه ټول د ګرځنده ټیلیفونو شبکی  د ICNIRP د سپارښتنو مطابق عمل کوي.
۸  د مخابراتو د وزارت د اترا اداره د باید د انټنونو د ترانسمیشن پاور او د څپو غلظت د ټولو مخابراتی شبکو څخه تر لاسه کړی او ځانونه دی مطمین کړي چه هیڅ یو انټن د ۰،۵۷ میلی واټ پر سانتی متر مربع نه زیات الیکترومګنیتیکی څپی نه لري.
۹ د مخابراتو د وزارت د اترا اداره د باید په خپل انټرنیټ پاڼه کی د عوامو لپاره د ټولو انټنونو د پاور غلظت لست خپور کړي. د یادونی وړ ده چه د انګلستان اف کام او نور هیوادونه هم دغه شان لست د خپلی انټرنیټ پاڼی له لاری خپروی.
۱۰ د کارګرانو د صحت د ساتنی پر بنسټ که په کومو ځایونو کی مجبور وی چه کار وکړی او هغه ځای د انتنونو خواته نژدی وی نو لازمه ده چه مخابراتی شرکتونه د هغه انتن ترانسمیشن بند کړی چه تر څو کارګران خپل کار تکمیل کړي. که د انټن د ترانمیشن بندول امکان نه لری نو کارمندان دی باید خاص د الیکترومګنیتیکی څپو ضد محفوظی جامی واغوندي.
۱۱ هر انټن چه د صحت د اندازی نه زیات الیکترومګنیتیکی څپی خپروی نو هغه انتن دی باید علامه ګزاري شی چه تر څو عوام پوه شي او که کولای شي چه څان تری وژغوري.
۱۲ د مخابراتو د وزارت د اترا اداره د باید په دورانی ډول وخت نا وخت د انتنونو څپی چک (امتحان) کړی او عوامو ته د اطمنان ورکړي.
۱۳ د مخابراتو د وزارت د اترا اداره د دورانی چک نتایج د باید په خپل انټرنیټ پاڼه کی د عوامو لپاره نشر کړي.
۱۴ د مخابراتو د وزارت د اترا اداره او د روغتیا وزارت د باید په ګډه سره کار وکړی او د افغانستان عوام د خطرناکو وړانګو څخه وژغوري.
۱۵ د محیط زیسط (ناولي چاپیریال) لوی ریاست او په شمول د کایل او د ولایاتو ښاروالۍ دی باید د انتنونو د نصب لپاره مناسب ځایونه د مخابراتی شرکتونو خاوندانو ته ور په ګوته کړی او پری د نږدی چه شرکتونه د خپلی خوښی هر ځای او هر کور کرایه کړی او خپل انټنونه پکی نصب کړی. په دی سره زمونږ ښارونه ښکلی او د زرګونو لیترو جنراتورونو د تیلو د دود څخه به په امن کی وی.
۱۶ افغانستان د بی کیفیته او د ستندرد څخه وتلي چنایی ګرځنده تیلیفونو د سیټونو مارکیټ ګرزیدلی دی چه هر سیت پس د څو دقیقو مکالمو ځخه د الکترومګنیتیکی څپو پواسطه ډیر ګرمیږی او دغه ګرمیدل د سر دردۍ او د غوږونو د درد او حتی ددی له وجی چه غوږو ته نژدی نیول کیږی الکترومګنیتیکی څپی د انسان د سر دننه ۳ انچه مغزو ته لاره پیدا کوی چه د مغز د سرطان سبب کیدلای شي.
د ګرځنده تیلیفونو د سیټ د RAS په هکله اضافی معلومات په لاندی انګلیسی انټرنیټ پاڼه کی یی کتلای شۍ.
http://reviews.cnet.com/2719-6602_7-291-1.html
دافغانستان دولت ته په دی اړه پکار دي چه یوه د ستندرد اداره جوړه کړی او دغه اداره د مخابراتو د وزارت او د داخله وزارت او د تجارت وزارت او د ګمرکاتو د ریاستونو سره یو ځای په دی لړ کی کار وکړی چه تر څو د داسی بی کیفیته او متضرره توکو د واردولو مخه ونیول شي.
 اوس چه ګورو د افغانستان ټول مخابراتی شرکتونه چه څه یی خوښه وی هغسی کوی او د افغانانو د صحت په هکله داسی څوک نشته چه تری پوښتنه وکړی او خدای خبر چه څومره افغانان به لا متضرره شوی وي.
ډیرو الیکترو مګنیتیکی متضرره وړانګو ته د انسان وجود ښکاره کیدل د مهلکه ناروغۍ نه کم نه دي او انسان په تدریجی ډول په سرطان مرض اخته کوی او دا د یو عام مرض په مثال دی ځکه چه درسته منطقه په یو انټن چه څپی یی د نړیوال ستندرد سره برابری نه وی متضرره کیدلای شي.
هر افغان چه پورتنی معلومات ولولی او په دی پوه شی چه د ستندرد نه زیات الیکترو مګنیتیکی څپی د دوی صحت لپاره او ددوی د فامیل لپاره ضرر لري نو د خپل ځان او د خپل فامیل پر وړاندی دا مسولیت لري چه په اړوندو ادارو فشار واچوی چه تر څو دا پورتنی سپارښتنی تطبیق شي او پخپله او د خپل فامیل سره یو ځای د الیکترومګنیتیکی وړانګو څخه څان وژغوري.
ګرانه لوستونکیه: که ته او ستا فامیل په افغانستان کی اوسي دغی لیکنی د لوستلو نه وروسته اوس ته وپوهیدی چه دغه د ستندرد نه وتلي الیکترو مګنیتیکی څپی د ستا او د ستا اولاده او د ستا فامیل او قوم او دوستانو ته څومره ضرر لري، نو اوس د خپل ځان او د خپل فامیل په وړاندی مسولیت لری چه په دی هکله مناسب او کوم چه تاته لازم ښکاری اقدام وکړی.

دغه لیکنه د هغه لړۍ لیکنو څخه ده چه هدف می د ټولو افغانانو او په خاص ډول د پښتنو پوهاوی ده.

والسلام
انجنیر سید احمد شاه سادات
د مخابراتو د علومو متخصص
د اکسفورد ښار، انګلستان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د