افغانستان

غور – استيناف محکمه: مدني ټولنه او بشري حقونه د « ماشومانو خبرې » دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۶مه، ۱۳۹۴ل): د غور د استیناف محکمې رییس وايي چې په افغانستان کې د مدني ټولنو او بشري حقونو په نامه نارې یوازې د «ماشومانو خبرې» دي او هیڅ ارزښت نه لري.

قاضي محمد حکیم کونړي د غور د نوي امنیه قومندان د معرفي په مراسمو کې وويل چې د مدني ټولنو او بشري حقونو فعالان د هېواد د حالاتو د ګډوډۍ سبب شوي دي.

نوموړي وويل چې له دې وروسته به په غور کې د دې دواړو ډلو فعالانو ته هیڅ اجازه ور نه کړي چې د غور په سیمه ییزه اداره کې مداخلت وکړي.

په دې وروستیو کې د مدني حرکتونو په نامه د اسلامي او ملي ارزښتونو د سپکاوي لړۍ په شدت سره روانه ده، چې پر دې بنسټ يې عام ولس بشپړ بې باوره کړی دی.

په غور کې بیا مدني فعالان وايي چې د غور د استیناف محمکې رییس ځکه ډول دا څرګندونې کوي، چې دغه فعالان په قضايي سیستم کې د فساد مخنيوي کوي.

یاده دې وي په پلازمېنه کابل کې مدني فعالانو دوه ځلې د حجاب ضد اعتراضونه وکړل او د بې قدره خدمتګار تر نامه لاندې يې د « خره » نمانځغونډه وکړه، چې ولسي باور يې خورا زیانمن شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x