
سامسنګ خپل تر ټولو نری ټبلېټ وړاندې کوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۶مه ۱۳۹۴ل): د ټکنالوژي پیژندل شوی کمپنۍ غواړي راتلونکی میاشت خپل تر ټولو نری ټبلېټ کاروونکو ته وړاندې کړي.
د ځینې راپورونو پر بنسټ د سامسنګ دغه نوی ټبلېټ یوازې ۵.۵ ملي متره ضخامت لري او د دغې کمپنۍ لخوا جوړ شوی تر ټولو نری ټبلېټ دی.
د راپورونو پر بنسټ سامسنګ کمپنۍ تر دې مهاله د دې ټبلېټ د وړاندې کولو دقیقه نیټه نه ده وړاندې کړې خو بیا هم د دې ټبلېت د وړاندې کولو دقیقه نیټه افشا شوی.
له دقیقې نیټې سربیره د دغې ټبلېټ ځینې نور معلومات هم افشا شوي. د افشا شوي معلوماتو پر بنسټ دغه ټبلېت ګلیکسي ټب ایس ۲ (Galaxy Tab S2 ) نومول شوي.
د افشا شوي معلوماتو پر بنسټ د دغې ټبلېټ سکرین ۹.۷ انچه ده. د دې تبلېټ د رېم، ریزولوشن او فایل ثبتونې وړتیا په اړه څه نه دي ویل شوي.
ګیلیکسي ټب ایس ۲ کې زیاته اندازه اوسپنه کارول شوی. سامسنګ هڅه کوي چې کاروونکو ته د نړۍ تر ټولو نری سمارټ فون وړاندې کړي.
دغه ټبلېټ د سامسنګ سمارټ فون ګیلیکسي ایس ۶ په څیر ډیزاین شوی او په دوو مختلفو ماډلونو کې به چې یو يي ۸ انچه او بل يي ۹.۷ انچه دی کاروونکو ته وړاندې شي.
زه باور لرم ، چه دا لیکنه به د انګلیسی یا بلی کومی ژبی څخه ژباړل شوی وی ، که د هغه ژبی لیکونکی غلطی یا دروغ نه وی لیکلی ، تکنالوژی پرمخ روانه دی د هری اختراع رامنځته کیدل ممکن دی ، یعنی کیدی شی د لیکنی نور محتویات سم وی . مګر زما هیله له ژباړونکی دا ده ، چه د ژباړلو وخت کی اعدادو ته پام وکړی ، او د هغی منطقی او کیدنکی امکانات نظر کی ونیسی ، یعنی که اولنی لیکونکی غلطی هم کړی وی ژباړونکی یی باید سمه کړی او یا یی د منلو… نور لوستل »
بیانزی صیب
تاسو ته سلامونه او ارادت
زما له نظره ستونزه په مختلفو کیبورډونو کې ده
پورته لیکنه کې 505 منځ کې صفر نه ده بلکه اعشاریه ده چې معمولا باید د کامه علامه یی یعنی ۵,۵
كه بيا هم ځیر شو نو ستاسو د 505 او لیکنی د 505 منځ کې توپیر شته زه به یی هو به هو راکاپی کړم:
ستاسو : ۵۰۵
د لیکنې: ۵.۵
ټکی نه بلکه انډر ټکی ده