افغانستانخبرونه

کندز: د ګورتېپې له سقوط وروسته بيړنی حالت، جنرال زمری پیکان سیمې ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غوايي ۶مه، ۱۳۹۴ل): په کندوز کې له دوه ورځنۍ جګړې وروسته طالبان وتوانېدل چې د امنیتي ځواکونو ګڼې پوستې ونیسي. د دغو پوستو پر نیولو سربېره طالبانو ۵۵تنه اربکي ځواکونه هم ژوندي نیولي دي. په کندوز کې طالبان داسې مهال اربکیان ژوندي نیسي، چې تېر اوونۍ د کورنیو چارو وزارت، جنرال نورالحق علومي خپلو پولیسو ته امر کړی و چې طالبان «تر محبسه ونه رسوي».

تېر ماښام په ارګ کې د کندوز د وضعیت په باب له ځانګړې امنیتي ناستې وروسته پرېکړه وشوه چې جنرال زمری پیکان د جګړې قومانده په لاس کې ونیسي. پرون په ولسي جرګه کې د کندوز ولایت استازو په ډاګه کړې وه چې دغه ولایت د طالبانو په لاس د سقوط په درشل کې دی.

طالبان داسې مهال په کندوز کې پرمختګونه کوي چې ګډ حکومت دواړه څانګې لا د دفاع وزیر په ټاکلو نه دي سره سلا شوي.

د ځايي خبریال له قوله، د ملي اردو ۱۱۱ فرقې ځواکونه هم کندوز ته رسېدلي؛ خو لا هم د امنیتي ځواکونو له لورې د کوم پرمختګ خبر نه دی روکړل شوی.

طالبانو تېره اوونۍ د «عزم» په نوم نوي پسرلني عملیات اعلان کړل. «عزم» عملیات د تېرې جمعې په سهار پیل شوي دي. د طالبانو د نوو عملیاتو له اعلان سره تل د دوی یرغلیز عملیات زور نیسي. راپورونه وايي چې په کندوز او فاریاب کې د طالبانو نوې جګړې بې

طالبانو پرون د ۲۱ پوستو د نیولو خبر ورکړی و
طالبانو پرون د ۲۱ پوستو د نیولو خبر ورکړی و

سارې ګڼل شوي دي.

د طالبانو رسمي وېب پاڼه خبر ورکوي چې پرون تر ماخستنه د دوی عملیات روان وو. طالبانو دا هم ویلي چې تر ماخستنه توانېدلي چې ټوله سیمه «له اردو او اربکیانو څخه پاکله کړي».

د «عزم» په نامه د طالبانو په سږنو عملیاتو کې زیات فشار په شمالي بدخشان، کندوز او فاریاب ولایتونو دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خالد

الحمدالله ، زمریان د کامیابۍ په لور روان دي

خالد

انشاءالله نور به د انجیګانو په مټو ولاړ حکومت له پوره نابودۍ سره مخ شي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x