افغانستان

طالبانو د دوو هلیکوپترو الوتکو د را غورځولو خبر ورکړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۶مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې دوه هلیکوپتر الوتکې را غورځولي چې له کبله یې د طالبانو په وینا دولتي ځواکونو ته درانه مالي او ځاني تلفات اوښتي دي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري نن ټکی آسیا ته په را لیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددوی « مجاهدینو» د جرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه هلیکوپتر الوتکي په نښه کړلې، چې یوه یې د مرکز فیض اباد هوايي ډګر ته نیژدې را وغورځېدل، او بله یې د شورابک په نامه سیمه کې وغورځېدل.

نوموړي زیاته کړې چې دولتي ځواکونو غوښتل چې د ځمکني برید تر څنګ د هلیکوپتر الوتکو څخه ګټه واخلي، او ددوی په ملګرو باندي د هوا له لاري هم بریدونه وکړي، خو دوی وتوانیدل چې دواړه الوتکي را نسکوري کړي.

باید وویل شي چې د جرم په ولسوالۍ کې له ډیري مودې جګړه روانه ده، او دواړه لوري یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو خبرونه ورکوي.

تر اوسه ددې پيښي په اړه وزارت دفاع څه نه دي ویلي او نه هم د بدخشان دولتي چارواکو د رسنیو سره خپل معلومات شریک کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ذبیح الله

اوسنۍ ټولې الوتکې په داسې دفاعي سیسټم سمیال دي چې له لاندې نه په هیڅ ډول توغاندي نه لګیږي ، دا درواغ به دوسلوالو مخالفانو دټولو ادعاو ارزښت له منځه یو سي .

الیاس جهادوال

ښاغلی؛ ذبيح الله وروره؛
ويل يې چې ټانکونو باندې يې هم مرمۍ تأثير نه کوي، خو موږ وليدل چې ډېر يې د راکټو خوراک شول، د تکبير زور ته هيڅ هم د ټينګې نه دي. ………. په خپلو تش لاسو شازلميو ووياړه چې استعمار يې په ګونډو کړی. د لا برياوو په هيله يې

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x