نظــر

له ازاره چا بازار موندلی نه دی

لیکوال:سید سعید

د امریکا دمرکزي استخباراتي سازمان (s I a) پخوانی مشر او په عراق او افغانستان کي دیرغلګرو ځواکونو سر لښکر جنرال ډیویډ پیټر یوس دمحرمو اسنادو دافشاء په جرم په دوه کاله تعلیقي بند او یو لک ډالر نغدي جریمه سزا شو.

پیټر یوس یوې ژورنالیستي( پاولا براډویل) ته دنوموړي پر ژوند دکتاب لیکلو په موخه ، خو دجنسي اړیکو ساتلو په بدل کي دمحرمو موادو اته جلده ډالۍکړي وو، نوموړي دغه محرم اسناد د هغه وخت څخه له ځان سره پټ ساتلي ووچي په افغاسنتان کي دامریکایې پوځ مشر ؤ، په یادو شوو محرمو اسنادو کي دامریکایې پوځ سره دپټو کار کونکو نومونه، دجنګي ستراتیژۍ نوټس،د اوباما او کانګریس غړو سره دپیټریوس خبري شاملي دي .

کله چي دجنرال پیټر یوس او معشوقې (پاولابراډویل) دمیني کیسې رسنیزي شوې نوموړی اړ شو چي له خپلي دندي استعفاء ورکړي .

دپیټر یوس دمدافع وکیل له قوله نوموړي په لومړي سر کي درواغ ورته ویلي وو چي براډ ویل ته یې پټ اسناد نه دي ورکړي، خو دوې میاشتي مخکي پیتر یوس ومنله چي محرم رازونه یې افشاء کړي دي .

دپیټر یوس مدافع وکیلانو محکمې ته خواست وکړ چي نوموړی څلویښت زره ډالره جریمه کړي ، خو دکرولینا دښار قاضي کېسلر دغه وړانديز رد کړ او پر جنرال پیټر یوس یې دیو لک ډالرو جریمه په دې خاطر حواله کړه چي دجرم حجم تري معلوم شي .

جنرال پیټر یوس هغه بدمرغه څېره ده چي په عراق کي یې دسني اوشیعه تر منځ دخونړیو جګړو اور ونه بل کړل او کوڅه ډبو عناصرو ته یې دمجاهدینو دځپلو په موخه پرېمانه وسلې او پیسې ورکړې چي په پایله کي یې په سلهاوو زره عراقیان ووژل شول، سپینه ماڼۍ له پیتر یوس څخه دمسلمانانو دنسل وژني اوخپلمنځي اختلافونود راپیدا کولوله امله ډیره خوشحاله شوه او په همدې هیله یې پیټر یوس افغانستان ته راتبدیل کړ چي دعراق غوندي دلته هم د مذهبي، سمتي اوقومي شخړو اورونه بل کړي، پیټر یوس دلته هم دمذهبي اوسمتي شخړو درامنځته کولو ډیري هڅي وکړې،خو ونه توانیده چي په افغانستان کي خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي .

جنرال پیټر یوس په افغانستان کي دخپلي دندي او بیا وژني پروژې یوه برخه په ځینو ولایتونو کي تطبیق کړه هغه داچي ایله جارو او دټولني ترټولوپستوافرادو ته یې داربکیزم تر چتر لاندي وسلې ورکړې،په کومو سیمو کي چي اوس اربکیان فعال دي ولسي خلګ ډیر زیات ځني په عذاب دي، دشپې او ورځي خلګ لوټي،په یو او بل نوم یې بندي کوي او ځوروي،نشه یې توکي پرېمانه کاروي اخلاقي فساد او راز راز جنایتونه تکرار وي .

ولسي خلګو په وار وار داربکیانو پر ضد مظاهرې کړي او دپیټر یوس د دغي امریکایې پروژې له ځورونو یې سر ټکولی، خو په تاسف سره تر دې دمه دمظلومو افغانانو ږغ باندي نړیوالو غوږونه کاڼه اچولي دي .

داسمه ده چي پیټریوس خېلو زموږ څخه یوه اسلامي واکمني واخیسته،بې دینه ډیموکراسي یې راباندي وتپله،بې شمېره هیوادوال یې راشهیدان او ټپیان کړل، په لسهاوو زره هیوادوال یې په وحشیانه ډول بندیان کړل، کلي، کورونه،مسجدونه، مدرسې،ښوونځي،عام المنفعه تاسیسات، فصلونه او باغونه یې را وران کړل،خو دوی هم دلته داتلو مجاهدینوله لاسه روغه ورځ نه ده لیدلې، دپنټاګان درسمي ارقامو له مخي په افغانستان کي تردې دمه څه کم درې زره امریکایې عسکر وژل شوي ، تر شل زره ډیر دایمي معیوب شوي اوپه لسهاوو زره په رواني رنځ اخته شوي دي ،البته دامریکایې تلفاتو واقعي شمېر تردې څو چنده زیات دی.

پر افغانستان دبرید له امله دامریکا نړیوال رعب ختم شو، پوځ ، اقتصاد او صنعت یې کمزوری شو،رقیبانو ته یې دقرض کچکول ونیو،دبشر دوستۍ ، انساني حقونو،ښځینه حقونو او بیان ازادۍ دعوې یې مسخره شوې .

دمظلومو او لسونو دوینو، اوښکو،اهونو او ځګیرویوطوفاني سمندر به هرو مرو دظالمانو برجورې ماڼۍ ړنګوي او دشکست او شرمندګۍ سره به یې مخ کوي، هو! جنرال پیټر یوس چي دکومي رسوایې سره مخ شو دمظلومانو دازار پرته بل څه نه دي چي خپلي ادارې یې لمن پر څټ ور واړوله امریکایانو اونړیوالو ته یې دجنسي جنون دغه بدمرغه کریکټر لوڅ لغړ ودراوه،زموږ باور دی چي د لوی څښتن له لوري به پیټر یوس خېلو ته په دنیا کي هم سزا ورکول کیږي اوپه اخرت کي به هم د دردناک عذاب سره مخ کیږي .
والله عزیز ذوانتقام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x