نظــر

کودتا یا سیاسي فاجعه – لومړۍ برخه

حیات پیاوړی
د افغانستان په وروستي څلویښت کلن تاریخ کښې د څو کودتاګانو را منځته کیدل او د هغو ناوړه پایلې

فاجعه د انګلیسي ژبې د (Disaster) د کلیمې سره برابره او د ناوړې پیښې او مصیبت په معنی ده. فاجعه کیدای شي طبیعي او یا غیری طبیعی وي. طبیعی لکه زلزله، ږلۍ د غر ښویدل، سیلاب، وچکالي او داسې نور. غیر طبیعي د انسانانو په لاس رامنځ ته کیدونکي پیښې دي. لکه ایکولوژیکي او چاپیریالي ستونزې یعنې (د ځنګلونو بې رحمانه وهل، هوا ته د مضره ګازونو خپرول، د چاپیریال لکه د اوبو، هوا او ځمکې) ککړول او د هغوی ناوړه پایلې چې د ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او ډول ډول سترو انساني ناورینونو د رامنځته کیدو سبب ګرځي. زه په دې بحث کښې د طبیعي پیښو په اړه نه بلکه د انسان په لاس آګاهانه، پلان او رامنځته شوې سیاسي پيښې او فاجعې په اړه چې کودتا بلل کیږي او نه جبران کیدونکی سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ناوړه پایلې لري، شته معلومات شریکوم.

د مقالې لیکوال، حيات پیاوړی
د مقالې لیکوال، حيات پیاوړی

د کودتا کلیمه د فرانسوي ژبې د (coup d’état) د کلیمې څخه راخستل شوې چې په متغیر ډول په پښتو او دري ژبو کښې استعمالیږي، د انسان په لاس جوړه شوې سیاسي فاجعه ګڼل کیږي. د کودتا اصلي تعریفونه په دایر‌ة المعارف کښې په لاندې ډول شوي دي:

«په سیاست کښې یو نا څاپي، قاطع او چټک عمل، چې په ځانګړي ډول د هغه د عملي کولو لپاره د غیر قانوني لارې یا زور څخه کار اخستل کیږي.»

داسې هم تعریف شوې:
«د یو قاطع او چټک خوځښت په نتیجه کښې دولتي واک تر لاسه کول دي چې دا کار د یو سیاسي یا نظامي ډلې له لورې تر سره کیږي. د انقلاب (پاڅون یا بدلون) برخلاف، کودتا د ولسي پاڅون او ګډون پرته تر سره کیږي. زیاتره وختونه کودتا ډوله خوځښتونه، د سیاسیونو یا نظامي جنرالانو د ځینو کړیو له لورې تر سره کیږي، د چارو تصدی یا حاکم چارواکی ګرفتاروي، ملي رادیو یا تلویزیون اشغالوي، او د خپل ځان د واکدارۍ اعلان کوي.»

زمونږ په ټولنه کښې هر څوک د خپل باور او سليقې سره سم دغو ورځو او پيښو ته تعریف وړاندي کوي او یوې ته سمه او بلې ته ناسمه وايي. په هر حال، طرحې او پيښې کیدای شي سمې یا ناسمې وي خو اوسنۍ زمانه کښې خلک قضاوت د پیښو په پایلو کوي نه د طرحو په بڼه او تفسیر. دا چې کوم بهیر ولس او ټولنې ته ګټه رسولې یا تاوان، پر هماغه بنسټ سم قضاوت کیدای شي.

زمونږ هیواد په وروستي څه د پاسه څلویښت کلن تاریخ کښې د څو کرغیړنو کودتا ګانو شاهد وه. چې زما په باور د ټولو پایلې د ولس لپاره په ټولیزه توګه د بدمرغیو او ویجاړویو پرته بل هیڅ په ارمغان نه دي راوړي. د دې پیښو منفي پایلې د هرهیوادوال د سترګو پر وړاندې پرتې، ټول د هغوی ژوندي شاهدان او د شمیرلو وړ نه دي. د ثور د میاشتې ۷ مه او ۸ مه زمونږ د هیواد د تاریخ دوه داسې تورې کودتايي ورځې دي چې په ښه سترګه ورته نه کتل کیږي. تر دې څنګه نورې داسې پیښې هم رامنځته شوي چې لاندې ور ته اشاره شوې ده.

د دوه لمړيو کودتاګانو له جملې څخه یوه د سرطان او بله د ثور په میاشت کښې تر سره شوې ده. زه د سرطان کودتا او هغه نورې ځکه ور سره ملګرې کوم چې یو خو په ټولیزه توګه کودتايي طرحه او عمل د اجتماعي او سیاسی پلوه دواړه محکوم دي. بل دا چې په ځانګړې توګه د سرطان کودتا له لارې زمونږ په هیواد کښې د بدمرغیو زڼی (تخم) کرل شوی او د راتلونکو کودتاګانو او نورو فجایعو او بدمرغیو بنسټ کیښودل شوی او لاره ورته هواره شوې ده. په بنسټیزه توګه د سرطان کودتا د فاجعې پیل، د ثور کودتا د فاجعې بل پړاو، د جدي ۶ مه د ببرک کارمل په ژبه د فاجعې پرمختیايي پړاو د ثور اتم (له بده مرغه) د جهاد بریالیتوب نه بلکه د دې تیرو پړواونو د لړۍ یوه کړۍ ده (ځکه دې پيښې هم د نورو په څیر نورو بدمرغیو ته لاره هواره کړې). زه باور لرم چې د جهاد فریضه د ولس په قربانیو تر سره شوه او د ولس مجاهدو او مبارزو بچیانو په دې لار کښې د خدای د رضا د حصول او خپل ولس او هیواد د ژغورنې په خاطر ډول ډول او ډیرې بې حسابه قربانۍ ورکړې چې د هیریدو وړ نه دي خو په جهاد سوداګري د دې سبب شوه چې واک یو څو شبکه یی کړیو ته په لاس ور شي (د جهاد ثمره تر پښو لاندې شي)، د چور او تالان بازار ګرم او په ټولیزه توګه د هیواد د بنسټونو د ړنګولو پرمختیايي او پای نه موندونکی پړاو پیل شي.

دا فجایع په وار وار په لاندې توګه یو په بل پسې را منځته شوې دي:

لمړی د سرطان کودتا:

د ۱۳۴۳ اساسی قانون په څلورویشتمه ماده کښې د لاندې مادې تسجیل د دې باعث شو چې اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د کورنۍ له لورې سردار داود خان په سیاسي واک کښې د برخې څخه د تل لپاره محروم و ساتل شي. په دې ماده کښې داسې راغلې دي:

څلورویشتمه ماده: د پاچا ځوی او لور او ورور او خور او د هغوی ښځې، ځامن او لورګانې، کاکا او د هغه زامن د شاهي کورنۍ غړي بلل کیږي.

د همدې مادې په بله برخه کښې راغلي دي:

د شاهي کورنۍ غړي په سیاسي ګوندونو کښې ګډون نه کوي او لاندې دندې نه تر سره کوي؛
۱ـ لمړی وزارت (صدراعظمي) یا بل وزارت.
۲ـ د شورا غړیتوب.
۳ـ د سترې محکمې غړیتوب. د شاهي کورنۍ غړی به د خپل ټول ژوند لپاره تل خپل حیثیت د شاهي کورنۍ د غړي په توګه ساتي.

په اساسي قانون کښې د همدې مادې تسجیل داود خان د ځان په خلاف عمل و ګاڼه، ځکه چې همدې مادې د سردار داود خان د بیا صدراعظم جوړیدو لاره ډب کړه. نو داود خان هم د غبرګون په بڼه د سیاسي واک د ترلاسه کولو لپاره د نورو لارو چارو په لټه کښې شو تر څو وکولای شي چې له یوې خوا د خپل تره ځوی څخه سیاسي غچ واخلي او له بله پلوه سیاسي واک تر لاسه کړي. نو داودخان د دې مقصد لپاره د افغانستان د خلک ډیموکراټیک ګوند سره د یو ګډ پلان له مخې د ۱۳۵۲ کال د سرطان د میاشتې د ۲۶ نیټې کودتا تر سره کړه. ځینې خلک د افغانستان د بد مرغيو پيل د آل یحیي د کورنۍ له تربګنيو سره تړي. د مرحوم محمد ظاهر شاه او د مرحوم محمد داود خان د ذهن فکري بیلوالی د هغوی د تربګني په بڼه را څرګنده شو چې ترخې پایلې يې ملت زغمي.

بل عامل يې د افغانستان د شاهي نظام د وروستي صدراعظم ارواښاد محمد موسی شفیق د شوروی اتحاد څخه د سیاسي فاصلې زیاتیدو او په ځانکړې توګه اسلامي او یا هم غربي نړۍ ته نژدې کیدل وو. دې موضوع پخوانی شوروي اتحاد په اندیښنه کښې غورځولی وه او د هر مناسب اقدام تر سره کولو لپاره یې تیاری نیوه، له دې فرصت څخه ګټه تر لاسه کړه او په غیر مستقیمه توګه يې په پروسه کښې د افغانستان خلک ډیموکراټیک ګوند د ګډون له لارې داود خان سره لاس یو او کودتا يې تر سره کړه.

د سرطان د کودتا تر ټولو ستره پایله دا شوه چې په هیواد کښې يې کودتايي حرکتونو ته لاره پرانیزي. سره له دې چې داود خان یو ملي سړی ګڼل کیده تر څنګه يې هغه یو ډیر خودخواه او دیکتاتور سړی هم وه چې هغه يې د هیواد د ملي عناصرو څخه په انزوا کښې وساته. د ملت څخه د داود خان د لیرې ساتلو په کار کښې له شک پرته د افغانستان د خلک ډیموکراټيک ګوند (پرچم ښاخ) ټاکونکی نقش درلود. د افغانستان د خلک ډیموکراټيک ګوند د خپل ضد ډیموکراټیک خصلت له مخې او د روسي اوږد مهالې ستراتیژۍ د پلي کیدو لپاره له دې فرصت څخه ګټه واخسته او د خپلو سیاسي سیالانو د ټکولو او ځپلو په لور يې مخه کړه. هغوی لمړی ګام د هیواد د یو ملي او وطنپال شخصیت، د هیواد یو پخواني صدراعظم او د یو سیاسی ګوند یعنې مترقي دموکرات (مساوات) د مشر شهید میوندوال په وړاندې تر سره کړ. لمړی يې هغه د خپلو یو شمیر ملګرو سره د کودتا په تور بندي او بیا يې په وحشیانه توګه و واژه.

په دې اړه د کابل رادیو د ۱۳۵۲ کال د سنبلې په ۳۱ نیټه خپله ماښمنۍ خپرونه کښې داسې اعلان وکړ چي:

« یو شمیر خاینو او مرتجعو کړیو چې د بهرنیانو په ملاتړ يې غوښتل جمهوري نظام له منځه یوسي، د اسنادو او شواهد سره لاس په لاس و نیول شول. چې عبارت دي له: میوندوال، ډګرجنرال عبدالرزاق پخوانی هوایی قوماندان، تورن جنرال خان محمد چې په مرستیال مشهور وه.»

په دې اړه د استاد کاظم بيمار د مقالې یوه برخه چې «د هيواد نا متو زوى شهيد محمد ها شم ميوندوال» تر عنوان لاندي لیکلي یوه برخه را نقلوو:
«په ١٩٧٣ میلادي (١٣٥٢) لمریزکال کښې کله چي سردار داود خان کودتا وکړه، نو د داود خان پرچمي ملګرو، شهيد ميوندوال د بلى کودتا په تور زندان ته وا چاوه. د پر چميانو او سردار محمد داود د ملګرو په واسطه په زندان کي په بې رحمانه ډول تر شکنجو لاندې شهيد شو، او د افغانستان راډيو له لاري اعلان شو چي مرحوم ميوندوال په خپله نکټايي ځان وژنه کړيده. دغه خبر د واقعيت څخه ليري يو خبر و، ځکه چي شهيد ميوندوال يو کلک مسلمان او يو لوي ملي سياست مدار شخصيت و، هغه هيڅکله داسي خام او بي ثمره کار نه کاوه، ويل کيږي چي دى په وهلو او ټکولو وژل شوى وه.»

د مقالې لیکوال زیاتوي:

«د شهيد ميوندوال د تحقيقاتو موظف او مسئول صمد ازهر، د پرچم د ډلي غړى و. ځيني ليکونکي وايي چي دده په شهادت کي صمد ازهر او د پر چم ډلي لوي لاس درلود. خو صمد ازهر په خپلو ليکنو کي دا ادعا ردوي او وايي چي ده دا کار نه دى کړى، مګر دى د دې کار بل مسئول هم نه په ګوته کوي.«شهيد ميوندوال د پرچميانو د شومو اغراضو قرباني شو (د شهيد مرحوم ميوندوال روح دې خوشاله وى)، ځکه دوى د ده سياسي فکر څخه ډاريدل، او داسي فکر يې کاوه چي په سياسي ډګر کي ده ته ماتي ورکول اسان کار نه دى.»

دا چي چا و واژه هغه جلا بحث ته اړتیا لري خو په هر حال د دې ناوړه لګول شوي تور له امله د ټولو نیول شوو کسانو شمیر ۲۳ ته رسیده چې ډیری يې پخواني دولتي صاحب منصبان، لوړ رتبه چارواکي، دیني علماء او ځینې سوداگر وو چې له هغې ډلې څخه دا کسان اعدام شول. خان محمد خان مرستیال، عارف شینواری د ریکشا سوداګر، ډګروال (ماما) زرغون شاه شینواری، ډګروال سیدامیر او مولوی سیف الرحمن.

بله ستره پیښه بیا هم د داود خان د کودتايي ملګرو د خپلو سیاسي سیالانو د بندي کولو په لړ کښې د اسلامي نهضت د غړو پسې راخستل وو. د دایرةالمعارف په حواله داسې یادونه شوې چې:
«د ۱۳۵۲ کال له کودتا وروسته د افغانستان د اسلامی نهضت غړي او پلویان د رژیم او په ځانکړې توګه د خلک ډیموکراټیک ګوند د پرچم د ښاخ تر سخت فشار لاندې راغلل. د اردو هغه افسران چې د داود خان سره يې په کودتا کښې مرسته کړې وه د افغانستان د کمونستي ګوندونو سره تړاو درلود. دغو دواړو حرکتونو د یو بل سره سخته سیالي درلوده او په ښوونځیو، پوهنتونونو، علمي مرکزونو او دولتي دوایرو کښې يې د یو بل سره هر ډول نخښتې کړې وې. د واک له تر لاسه کولو وروسته، په ځانګړې توګه د هغه مهال د کورنیو چارو وزیر چې د خلک د ګوند غړی وه په پراخه کچه د افغانستان په بیلا بیلو ښارونو کښې د اسلام پلو ډلو غړو په نیولو چې د هغوی سیالان ګڼل کیدل، پیل وکړ. په ۱۳۵۳ کال کښې د استاد رباني په ګډون د دې نهضت نور غړي چې د داود خان د حکومت تر تعقیب لاندې وو د افغانستان څخه بهر او پاکستان ته په کډه شول او په هغه ځای کښې اسلامي ګوندونو او او د ذالفقارعلي بوټو حکومت چې د افغانستان له دولت سره يې د پښتونستان د شخړې پر سر سړې اړیکې درلودې د هغوي هر کلی وکړ او د اسلامي نهضت د کډوالو په مسلح کولو يې پیل وکړ، تر څو هغوی د داود خان د حکومت چپه کولو ته تیار کړي.»

پاتې شته…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x