ملي دفاع وزارت: د اردو ۱۱ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۶مه، ۱۳۹۴ل): د ملي دفاع وزارت وايي چې په بېلابېلو نښتو کې د ملي اردو ۱۱ عسکر وژل شوي دي.

د دې وزارت له مطبوعاتي برخې رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه عسکر په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د طالبانو په مخامخ بریدونو او چاودنو کې وژل شوي دي.

پزواک خبري اژانس بیا وايي چې پرون یوازې په زابل کې چاودنې د اردو پنځه عسکر ووژل، چې طالبانو يې هم پخلی کړی دی.

طالبانو په ګڼو نورو سیمو کې هم د عسکرو د وژلو خبر ورکړی او ويلي يې دي چې ګڼې پوستې يې نیولې دي.

یاده دې وي طالبانو تېره جمعه د عزم په نامه نوي عملیات پیل کړل، دولتي امنیتي مسوولینو يې پر وړاندې د تياري خبر ورکړ، خو د وروستیو راپورونو له مخې د هېواد په شمال کې دولتي واک ورځ په ورځ ور ټولېږي، چې د ولسي جرګې غړو په ګډون يې امنیتي مسوولین هم اندېښمن کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د