شهید او شهادت – پنځمه برخه

مولوي محمد نعيم
دا په ښکاره او برسېرنه توګه د شهید پېژنده ده، چې له مخې یې په شهید ځانګړي فقهي احکام پلي کېږي: غسل نه ور کول کېږي، جامې نه ترې اېستل کېږي، له خپلو وینو سره په خپلو جامو کې خښېږي، خو دا چې په حقیقت کې شهید څوک دی؟ کوم شهید له هغو لوړو الهي پېرزوینو څخه برخمن کېږي چې الله جل جلاله په آخرت کې ورته غوره کړې دي؟

په دې اړه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم نه داسې روایت شوی:

( عَنْ أَبِى مُوسَى قَالَ جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِىِّ – صلى الله عليه وسلم – فَقَالَ الرَّجُلُ يُقَاتِلُ حَمِيَّةً وَيُقَاتِلُ شَجَاعَةً وَيُقَاتِلُ رِيَاءً ، فَأَىُّ ذَلِكَ فِى سَبِيلِ اللَّهِ قَالَ « مَنْ قَاتَلَ لِتَكُونَ كَلِمَةُ اللَّهِ هِىَ الْعُلْيَا ، فَهْوَ فِى سَبِيلِ اللَّهِ )[1]

ژباړه: له حضرت ابو موسی اشعري رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي یو سړی نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته راغی، ویل: یو سړی د قومي تعصب له مخې جګړه کوي، یا ددې لپاره چې په خلکو کې په زړورتوب یاد شي، یا ددې لپاره چې خلک یې ووینې، دا کوم یو دالله جل جلاله په لاره کې دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چا چې ددې لپاره جګړه وکړه چې یوازې د الله جل جلاله دین لوړ شي، نو دا د الله جل جلاله په لاره کې دی.

له دې مبارک حدیث نه په ښکاره څرګندېږي چې هغه څوک الله جل جلاله ته د منلو وړ دی چې یوازې د الله جل جلاله ددین د لوړوالي لپاره جګړه کوي، همدا کس که ووژل شي هم په دنیا کې شهید دی او هم په آخرت کې، له دې پرته که یو څوک د قوم، ژبې، یا له ددې لپاره چې خلک یې ووینې، یا ددې لپاره چې په خلکو کې په زړورتوب وپېژندل شي، یا یې خلک یاد کړي، دا ټول الله جل جلاله ته د منلو نه دي، که په همدې نیت ووژل شي، په دنیا کې به شهید ورته وویل شي، خو په آخرت کې د شهید درجې نه ور کول کېږي.

د یادونې ده چې دا توپیر کول چې څوک د الله ددین د لوړوالي لپاره جګړه کوي، او څوک د نورو موخو لپاره، دا د هر کس تر نیت پورې تړاو لري، او په نیت یوازې الله پاک پوهېږي؛ ځکه چې د نیت ځای زړه دی، او په زړه پرته له الله تعالی څخه بل څوک نه پوهېږي.

خو که چېر ې یو کس په خوله ووايي چې زه د قوم، ژبې، یا ځان ښودنې یا زړورتوب لپاره جنګېږم، په دې حال کې بیا خبره ښکاره او جوته ده. او هر کس پوهېدی شي چې څوک د څه لپاره جګړه کوي.

د یوې اندېښنې څېړنه:

له پورتني حدیث شریف نه په برسېرنه توګه داسې انګیرل کېدای شي چې مجاهد او شهید یوازې هغه څوک دی چې د الله جل جلاله د دین د لوړوالي لپاره جګړه کوي، ځینې داسې ګومان کوي چې که یو څوک له خپل حق او مظلوم نه ددفاع په لاره کې جګړه کوي، یا ووژل شي، هغه مجاهد او شهید نه دی.

خو حقیقت داسې نه دی، حقیقت دا دی چې هر هغه څوک چې د الله جل جلاله د دین دلوړوالي لپاره جګړه کوي، یا د خپل حق، او یا د مظلوم لپاره جګړه کوي، دا هم مجاهد، او که ووژل شي شهید دی؛ ځکه له خپل حق او مظلوم نه دفاع کول د الله جل جلاله د دین له اساسي غوښتنو څخه دي. چې په دې اړه ګڼ شرعي نصوص راغلي.

د اسلام له بنسټونو څخه یو دا دی چې حق حقدار ته وسپارل شي، د هېڅ انسان، مسلمان خو لا څه کوې، بلکې هېڅ مخلوق په حق تیری و نه شي، او مظلوم که هر څوک او هر شی وي، باید ننګه یې وشي، له همدې کبله د اسلام په مبارک دین کې د هر چا او هر شي حقوق بیان شوي، او د ژغورنې او ساتنې لپاره یې لارې چارې په ګوته شوې دي.

نور بیا…

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
کلیم الله
میلمه
کلیم الله

ښه لړۍ مو پیل کړې الله دې اجر در کړې.