نظــر

طالبــــانو ته بهترینه موقع برابره شــــوې ده

محمد امین بســـمل
هر عاقل او بالغ انسان په د ې پوهیږي، چې طالبان څوک اوڅنګه د قدرت په ګدۍ کښېناستل، چا له د ې ګدۍ څخه کښته او بیاڅنګه د مقابلې لپاره تیارشول.

نن ورځ که ړوند د ی که بنا د ګران افغانستان له اشغال څخه سترګې نه شي پټولی.

دا چې د اشغال په وړاندې څوک او په څه ډول جنګیږي د اهم جوته د ه څه چې نا مالوم د ي هغه د ا، چې اشغالګربه د خپلو ناولو اهدافو لپاره زموږ په ملک او سیمه کې ترکومې نېټې پاتې وي.

محمد امين بسمل
محمد امين بسمل

په افغانانو تپل شوې جګړه د  رسوايي پړاوته رسېدلې اوس نړیوال ښه پوهیږي، چې د  جهاد اوپاکستان ملاتړ او په افغانستان کې د عربو جنګول د کومو اهدافو لپاره و.

نن پاکستان له پروني د ښمن(روس) سره د یارانې ګوتې تاوکړې بلې خواته یې خپل ټول ټټرد چین په سینه ورایښی د ی.

ایران که هرڅومره له امریکا سره د دېوال ترشا یارانه کوي نور د  روس د فشار وس نه لري او په د ې هم پوهیږي، چې امریکا ترپایه له چا سره نه د ریږي.

هند هم د  خپلو ګټو په ساتونکو پسې ګرځي بل پلو د  د اعش په نوم له کڅوړوڅخه خوشي کړل شوي ماران د منځنۍ اسیا په لور ور روان خو په مقابل کې یې روسانو هم په بیړه د وی ته ورته ماران وزېږول او زموږ په بدخشان کې یې وازمویل.

ترکیه هم نوره په سیمه کې د  د سایسو او نارامي حوصله نه لري اونه غواړي، چې سیاسي اواقتصادي وضعیت یې منفي خواته شېوه شي.

د پورتنیو لنډو د لائیلوله مخې د ې نتېجې ته رسیږو، چې په افغانستان کې سوله اوثبات د یادو هیوادونواو سیمې په ګټه د ي.

خوسوله اوثبات په عذراوزاریو لاس ته نه راځي یوازې جګړیز فشاراو سیمیز ملاتړدښمن سازش او بلاخره تېښتې ته اړیستلی شي.

که څوک یې طالبان، وسلوال مخالفین اویا وسلوال مقاومت بولي د اباید هم ومني، چې د اهغه کسان وو، چې ګران اوواحد افغانستان یې د  اموترسنده پورې ترخپل بیرغ لاندې ساتلی اوترڅنګ یې د هر وګړي ناموث خوندي ساتلی و زموږ رښتیني افغانان د مال پروا نه لري خو په ناموث سر ورکوي.

په د ې اړوند زیات څه نه لیکم د ا به هرڅه تاریخ ته پرېږدو خو یو څه چې خورا مهم د ي هغه د ا، چې طالبان هغه کسان وو،چې کله پاکستان د دوی په د وره کې د ډېورنډدکرغېړنې کرښې لپاسه په نښه کړل شویو ځایونو کې بدلون راوست د وی فورأ عملي اقدام وکړ اوپاکستانۍ پوستې یې پرشا کړې.

دا هغه څه و چې د کرزي او احمدزي غلام حکومتونه یې د  اشغالګرو د ټول زور په صورت کې هم نه شي کولای.

د طالبانو بله مېړانه د ا بللی شو، چې په سخته اقتصادي کمزوري کې یې له غبرګ سري اوټیټ سري حکومت سره د  خبرو په اړوند د پاکستان شدید فشارهم ونه مانه.

لنډه دا، چې که طالبان بایلل کولای شي د ګټلو هم د ي خو که له اوسنۍ په زړه پورې موقع څخه ګټه پورته کړي ځکه چې په افغانستان کې قومي جوړښتونه په تېره بیا لږکي سړې تبې نیولي نه خودګټلو د ي اونه خو د ساتلو.

د نږدې پنځلس کلن اشغال په د وره کې ځینوپلورل شویولږکیو له ګران افغانستان سره خپله پوره بې ایماني وښوده اود۴۸ملکونو له ملاتړ سره سره یې ځپلی او سوځېدلی افغانستان نورهم د اسې تباه تباه کړ، چې هم له د وی څخه د تېښتې لار پکې ورکه شوه او هم یې سیمه د مارانو په ځاله بدله کړه.

یواځنی قوت چې حالات مهارکولای شي همدا طالبان به وي خوکه د وی له ځیرتیا، سیاسي او پوځي هوښیاري څخه کار واخلي.

که پرون افغان د ښمن (پښتون د ښمن) روس د جګړې د وام د پښتنو د تباهي لپاره غوښت خو هغه روسان نن د  رښتینو طالبانو او په مجموع کې د پښتنوبقا او قوت ته د دې لپاره اړ د ي چې د  خپل حریف له کڅوړو څخه را خوشي کړل شوي ماران پرې وځپي ترڅو مسکو او منځنۍ اسیا په امن کې پاته شي.

د سیمې د هیوادونو اړتیا مې هم پاس یاده کړه نو که اوس طالبان له د ې طلائي چانس څخه ګټه پورته نه کړي او د سیمې د هیوادونو ملاتړ ورخپل نه کړي بیا به پخپل عمرهم د  کامیابي مخ په سترګوونه ویني.

طالبانو ته به د ا بهتره وي چې خپل حسابي کسان له پاکستان څخه چین او یا د سمې نورو زورورو هیوادونوته د سیاسي او نورو برتريو په موخه نقل کړي.

دا خبره مې لاپنځه شپږ کاله مخکې د آزادي رادیو له څپو څخه هم کړې وه خو کڼو غوږونو وانه ورېده په هرصورت زیات وخت مو نه نیسم فقط د ومره لیکم، چې طالبانوته بهترینه موقـع برابره شـوې د ه.

د ګران افغانستان د خپلواکي او سرلوړي په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ایوبی

بسمل صیب! تر ګوتو مو جار شم، قلم مو د تل لپاره ځواکمن غواړم چی داسې حقایق وسپړئ او د ډیموکراسۍ اجل وهلي لږ بیدار کړئ چې په هیڅ صورت غلامۍ ته زړه ښه نه کړي.

الحاج استاذ بیانزی

بسمل صاحب السلام علیکم :
ډیره ښکلی لیکنه وه ، تاسی تل لیکنی لری ، له تصویره معلومیږی چه عمر دی کم مګر له لیکنو بیا داسی معلومیږی چه سیاسی او څیړنیز عمر دی الحمدالله زیات دی ، ستاسی په لیکنه کی می تر ټولو ښه وړاندیز داولید چه طالبان خپل سیاست پوهه کسان له پاکستان وباسی او د سیمی نورو هغو هیوادونو ته ولاړ شی هم به د پاکستان له خطراتو څه ناڅه بیغمه او هم به د نورو هیوادو سره د طالبانو سیاسی اړیکی ټینګی شی

ایمل یوسفزی

حقیت همدا دی که څوک ی غواړی که نه دا داسی دی او لکه لمر روښانه دی د طالبانو د امارت په دوران کی د اکثریت خلکو زوند د ۷۰ سلنی اقتصادی وجه ښه وه او چا د دی دار نه دلورود چی کور ته به می څوک را واوړی او زما پر ناموس تجاوز وکی یا هم زما هدی ته څوک راش او مال می غلا کړی هر هغه ښه والی د یو امارت په امارت اسلامی که پروت و که دا مارستی او نړیوال مرستی ورسره وایی و بی له شکه د نړی ستر قوت به وو پرته… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x