شعـــــرونه

د وخـت زلــــــــمي يو له بلا ســـره ډغرې وهو- د راشد یو څو شعرونه

د وخـت زلــــــــمي يو له بلا ســـره ډغرې وهو 

د صـــــــوفي زړونـه لــه ښکلا ســـره ډغرې وهو

له ډېره وخته تر منزل رســـــــــــــــېدل نه پېژنـو

لــــــــه مايوســـــــــــۍ پرته بېګا سره ډغرې وهو

د تروږمــــو  بهـيره( )  ولې غمېدلي ښـــــــکارې

تاخــــــــــــــــــــو  ويلې چې سبا سره ډغرې وهو

آ ، بې درکه زلمي بيا په روڼ ډګـــــر ولاړ دي

وايي اورونــــــــــــو او درزا ســــــــره ډغرې وهو

دښمن چې اوخوړل  وارونه د افغان د تورې

وېل يې توبــه چې بيابه  تاســــــره ډغرې وهو

راشد

————————–

په هره خوا کې خوښي نــــشته ټول غمونه ښکاري

د ژوندون بڼ کې سپرلي نــــــــشته خزانونه ښکاري

لــــــــــکه  نړۍ چې  وي  جـــــــــفا ستړيو  آهو  نيولې

خــــــــفـه وفــــا غــمجــن  د  مينې  کاروانونه ښکاري

بيا په  ازغنو  لارو  سم  شولو  د  رب   په حـــــکـــــــم

هـــــــــر  ځاي  بلا وې  ژور  پاڼ  او ګړنګونه ښکاري

د دې تيــارو لــــــه دربڅـــــــو نه د امـــېد پر افـــــــــق

هاغه سبا ! سپينې سپېدې او لـــــــــوړ سرونه ښکاري 

له څو پېړيو پو کـــــــوي څو مړه کړي زمونږه ډيوه

وار يې خنثا ،  کور کې يې  نوي اذانــــونه ښکاري 

راشده دا  د  يو  بدلــــــــــــــــــــون او سعادت نښه ده

هرځاي جومــات ببرې ږيرې سپين مخونه ښکاري
 ۲۲  ـ  ۷  ـ  ۲۰۱۱ م   ۵۵:  ۱۲ شپه

——————————
شېخـــه لـه نورو خو  ګــيله نه وه ، په تا څه وشول

ستا ارتداد خلک حــيران کړلو چې دا څه وشول

غربي ډمــانــــــــــــــو چې د ډول اثـر ته ته ولــيدې

خپلو کې وپسنېدل ،وېويل چې رښـتيا څه وشول

د مَـي خانې واکـــــداران بېرته ژړا غوني ښـکاري

وايي : زمونږه خو عـــــــــادت وو په ملا څه وشول

له شپې نه تـــــــمــــه د رڼا خو د جنــون نښـــــه ده

راځئ پوښـــــتنې ته يې ورشو ، په سبا څه وشول

په خپله برخه کې را لېږي د غــــــمونـــــو کـاروان

زمــــــونږ لـــــه ســيمې مروره ، په خندا څه وشول

ډېره موده وشوه چې نه راځي په دغــــــه لوري

لکه چې بيا يې غوســــه  کړې په اشنا څه وشول

لارې ازغنې دی نور وړاندې يون کولي نشـــو

راشده سترګې کړه لمدې که په ژړا څه وشول

۴ ـ ۳ ـ ۲۰۰۷ م  


د وخـت زلــــــــمي يو له بلا ســـره ډغرې وهو                     د صـــــــوفي زړونـه لــه ښکلا ســـره ډغرې وهو

له ډېره وخته تر منزل رســـــــــــــــېدل نه پېژنـو              لــــــــه مايوســـــــــــۍ پرته بېګا سره ډغرې وهو

د تروږمــــو  بهـيره([1])  ولې غمېدلي ښـــــــکارې         تاخــــــــــــــــــــو  ويلې چې سبا سره ډغرې وهو

آ ، بې درکه زلمي بيا په روڼ ډګـــــر ولاړ دي           وايي اورونــــــــــــو او درزا ســــــــره ډغرې وهو

دښمن چې اوخوړل  وارونه د افغان د تورې           وېل يې توبــه چې بيابه  تاســــــره ډغرې وهو



([1]) بهیر : سلسله . غمېدلی : خفه ، پرېشانه  .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x