سیدنا حضرت ابوبکر صدیق رضی الله تعا لی عنه – لومړۍ برخه

احمد الله عاطفي
سید ناحضرت ابو بکر صدیق (رضی الله تعا لی عنهُ) ۵۷۳ زیږ د یز کال کې د  نیا ته ستر ګې پرا نستلې اوسید نا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له ده څخه دوه کاله او څومیاشتې وړاندی د نیاته تشریف راوړی و،چې په د ی تر تیب حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د عام الفیل (دفیل کال) لمړی کال په د ویمه میاشت او حضرت ابو بکر صدیق رضی الله تعالی عنه د عام الفیل په دریم کال کې و زیږیده!

عام ا لفیل هغه کال ته ویلی شی چې ابرهه د فیلا نو سره د بیت الله نړولو په تکل راغلی وچې په رسوا ماتی او شر میدلی مرګ سره مخ شو!

د ابوبکرصدیق په زیږیدو پلار يې نوم عبدالکعبه کیښود، کله چې د ه ایمان راوړ ، حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم يې نوم عبدالله کیښود! خو د ا مبارک په ابو بکر صد یق مشهور شو۰

ابو بکرصدیق (رض) پلار نوم عثمان بن عامر او کنیت يې ابو قحافه و چې د ی هم پخپل کنیت شهرت د رلود، ابو قحافه د خپل وخت بریا لی سوداګر او مخور شخصیت بلل کیده چې د مکی او سیمی او سیدونکو ورته په د رنه کتل،دابوبکر(رض) د مور نوم سلمه بنت سخر او کنیت يې ام الخیر و چې د ي هم په خپل کنیت شهرت د رلود، د واړه په اسلام مشرف شوی وو!!

ابو بکر(رض)له وړکتوبه د ښه ذهن مالک و،چې کله په ښو او بدو پوه شو خپلی کورنی او چا پيریال اوسیدونکی یې د بتانو په عبا د ت لیدل ،خو د ی چا د بتانو په عبا د ت نه د ی لیدلی اونه چا مجبور کړی، په هغه د ور کی په عربانو کی لیک او لوست ته چا زیاته توجه نه د رلوده ډیر محدود شمیر خلکو به د ی لورته مخه کوله چې ابو بکر صد یق (رض) یو له د غو کسا نو څخه و۰

آبو بکر صدیق(رض)په وړکتوب کی ښه لیک او لوست تر سره اوداسلسله يې ترځوانی و غزوله اوپه ترځ کی د وخت جنګی رزمونه(توره ډال ، غشی ویشتل، آسپ سورلی او ځغلول) هم زده کړل !

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د